
افغانستان
ایران ناروغه افغانانو ته د ویزو بهیر اسانه کوي
احساس نیوز || ٢٥ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ژمنه کړې چې ناروغه افغانانو ته به د ویزو ورکولو بهیر لا اسانه شي.
عراقچي ویلي، ناروغانو ته له وړاندې د ویزو په ورکړه کې کوم خنډ نه و، خو هڅه کوي دغه بهیر نور هم ساده کړي. بلخوا، عام افغانان وايي چې ایران ته د ویزې ترلاسه کول لا هم له ګڼو ستونزو او لوړ لګښت سره مل دي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ایران افغانانو ته د ویزو ورکړه په بېساري ډول محدوده او په ځینو مواردو کې درولې ده. د ویزو محدودیتونو له امله ناروغان او د کار په لټه کې افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي او د قاچاقي سفرونو هڅې هم زیاتې شوې دي؛ هغه سفرونه چې ګڼ افغانان پکې د لارې په اوږدو کې مړه یا ټپیان شوي دي.
Follow Us



