راپورونهسيمه او نړۍګنګوسې

احمد قریشي: سعودي، پاکستان او ترکیه به د ایران پر وړاندې ودرېږي

احساس نیوز || ٢٧ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
اسلام‌اباد — پاکستاني شنونکي احمد قریشي له یوه اسرائیلي اینکر سره په خبرو کې ویلي، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون اصلي محور ایران دی، نه اسرائیل. د نوموړي په وینا، دغه درې‌اړخیز امنیتي چوکاټ د سیمې د بدلېدونکي امنیتي وضعیت او د ایران د زیاتېدونکي رول له امله رامنځته شوی دی.

قریشي ادعا کړې چې د تړون موخه د سیمې د دفاعي توازن ساتل او د غړو هېوادونو ترمنځ د متقابل امنیت پیاوړتیا ده. د تړون له مخې درې واړه هېوادونه د ګډې دفاع، پوځي همغږۍ او ګډو پوځي تمرینونو د پراختیا هوډ لري.

د دې څرګندونو پر بنسټ، داسې اټکلونه مطرح شوي چې که په سیمه کې کړکېچ نور هم زیات شي، سعودي، پاکستان او ترکیه ښايي د ایران پر وړاندې په ګډ امنیتي دریځ یا حتی پوځي اقدام کې ښکېل شي؛ خو تر اوسه د دغو درېیو هېوادونو له لوري د ایران پر ضد د برید کوم رسمي اعلان نه دی شوی. برعکس، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تازه د ایران کړکېچ د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د حل غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب