راپورونهسيمه او نړۍ

پاکستان: له افغانستان سره د دولت په کچه خبرو ته چمتو یو

احساس نیوز || پنج شنبه|| ٥ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، هېواد یې له افغانستان سره د دولت په کچه خبرو او بنسټیزو اړیکو ته چمتو دی او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اوونیزه خبري غونډه کې ویلي، اسلام‌اباد له افغانستان سره په هر ډول خبرو کې عملي او د باور وړ پرمختګ ته اهمیت ورکوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني هم ټینګار کړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو، متقابل درناوي او ښه تفاهم له لارې حل شي.

د افغانستان اسلامي امارت له پیله ټینګار کړی چې د ستونزو د حل لپاره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي او له ګاونډیو هېوادونو سره د سوله‌ییزو اړیکو غوښتونکی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د ادارو ترمنځ اړیکو او خبرو ته چمتو دی، خو له کابل څخه یې د ترهګرۍ ضد اقداماتو په برخه کې د عملي او د تایید وړ ګامونو غوښتنه کړې ده.

اسلام‌اباد ټینګار کړی چې د سرحدي چارو د اغېزمن مدیریت او د امنیتي اندېښنو د حل لپاره باید د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې او همغږي دوام ومومي.