راپورونهسيمه او نړۍ

حوثیان پر رسنیو سختې څارنې لګولي

احساس نیوز || ٢٥ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
حوثي ډلې په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، پر خپلواکو خبریالانو او رسنیو فشارونه زیات کړي او د راپورونو د خپرولو لپاره یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي. د راپورونو له مخې، خبریالان اړ دي چې د امنیتي ادارو اجازه ترلاسه کړي او له هغو معلوماتو او روایتونو ډډه وکړي چې د حوثیانو له رسمي دریځ سره په ټکر کې وي.

د سرچینو په وینا، حوثیانو بهرنیو رسنیو او خبري اژانسونو ته هم تازه لارښوونې ورکړې چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د بمبارۍ، پوځي مرکزونو او نورو حساسو پېښو په اړه له اجازې پرته راپورونه او انځورونه خپاره نه کړي. همداراز خبریالانو ته ویل شوي چې د عیني شاهدانو او ځايي اوسېدونکو څرګندونې یوازې هغه مهال خپرې کړي چې د حوثیانو له رسمي روایت سره سمون ولري.

د سیاسي او رسنیزو چارو څارونکي وايي، د حوثیانو تبلیغاتي تګلاره له داخلي پوځي تاوتریخوالي او په سره سمندر او باب‌المندب کې د بېړیو پر وړاندې د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله شوې ده. د دوی په باور، حوثیان هڅه کوي د رسنیو د کنټرول له لارې خپل پوځي اقدامات توجیه، مخالف غږونه محدود او ځان د یوه سیمه‌ییز ځواک په توګه مطرح کړي.

ورته مطالب