
د پښتنو په نوم د تبلیغاتي شبکو تر شا څوک دي؟
احساس نیوز || چهار شنبه|| ٤ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
ځانګړی راپور
د ټولنیزو رسنیو په برخه کې د پښتنو په نوم د فعالیت کوونکو یو شمېر ډیجیټل پاڼو او چینلونو د تمویل، مالکیت او د هغوی د احتمالي اړیکو په اړه جدي پوښتنې راپورته شوې دي.
فعال حیات پرېغال په خپله فیسبوک پاڼه کې ادعا کړې چې د خیبر پښتونخوا یو شمېر مشهور ډیجیټل پلیټفارمونه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ISPR له لوري د خلکو له مالیاتو تمویلېږي او د پښتنو د ځوان نسل د ذهني اغېزمنولو او تبلیغاتي موخو لپاره کارول کېږي.
هغه د Pukhtoon Digital، Frontier Digital، KP Corner، Suno Pukhtoonkhwa، Eagle Eye، KP Digital Urdu، Khyber Chronicles او KP Digital په ګډون د یو شمېر پاڼو نومونه هم اخیستي دي.
احساس نیوز د دې ادعاوو په اړه خپله هم څېړنه کړې او د خپلې څېړنې پر مهال یې داسې اسناد او معلومات ترلاسه کړي چې د ځینو دغو ډیجیټل پلیټفارمونو د چلوونکو، مالکیت، شالید او احتمالي تمویل په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
د احساس نیوز د موندنو له مخې، د ځینو پاڼو له مسوولینو او چلوونکو سره تړلي کسان د پنجاب له سیمو سره اړیکې لري او د هغوی د احتمالي پوځي تمویل او ملاتړ په اړه داسې شواهد شته چې موضوع د لا ژورې پلټنې وړ ګرځوي.
د دغو پاڼو د فعالیت یوه بله د پام وړ برخه دا ده چې په ورته وختونو کې ورته یا نږدې ورته روایتونه خپروي؛ داسې ښکاري چې په ځینو مواردو کې د محتوا لپاره مشخص پیغامونه او موضوعات په منظم ډول تکرارېږي.
حیات پرېغال هم ادعا کړې چې دا ډول جوړښت یوازې په خیبر پښتونخوا پورې محدود نه دی، بلکې د بلوچستان، سند، سرایکي سیمو او کشمیر لپاره هم ورته ټولنیزې رسنیزې شبکې فعالیت کوي او هرې سیمې ته ځانګړی تبلیغاتي روایت وړاندې کېږي.
احساس نیوز ټینګار کوي چې د خلکو لپاره مهمه ده چې د ټولنیزو رسنیو هره پاڼه یوازې د نوم او ژبې له مخې معتبره ونه ګڼي، بلکې د هغې د مالکیت، تمویل، چلوونکو او د خپرېدونکو معلوماتو سرچینې هم وڅېړي.
احساس نیوز به په راتلونکو راپورونو کې د خپلو موندل شوو اسنادو او شواهدو نور جزئیات هم خپاره کړي، څو خلک وکولای شي د دغو ډیجیټل شبکو د فعالیت تر شا موجود جوړښتونه په خپله وڅېړي.
یادونه: د ISPR او د یادو شوو رسنیو له لوري د دې ادعاوو په اړه تر اوسه رسمي وضاحت نه دی وړاندې شوی. احساس نیوز د راپور په دې برخه کې مطرح شوې ادعاوې د موجودو معلوماتو او اسنادو پر بنسټ څېړي او د اړوندو لورو نظر ته د ځواب حق هم ورکول کېږي.