پاموړ

لاهور کې پر ماشومانو جنسي تېری ۲۰ سلنه زیات شوی

احساس نیوز || یکشنبه|| ٨ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
په پاکستان کې د کم‌عمره ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري پېښې زیاتې شوې دي.
د پولیسو د شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په لاهور کې له ماشومانو سره د جنسي تېري ۴۸۴ قضیې ثبت شوې دي. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه زیات دی.
تېر کال په همدې موده کې د ماشومانو د جنسي تېري ۴۰۲ قضیې ثبت شوې وې.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، په سټي سیمه کې قضیې له ۷۲ څخه ۸۰، په کینټ کې له ۱۰۹ څخه ۱۱۲ او په سول لاینز کې له ۲۱ څخه ۳۰ ته زیاتې شوې دي.
په صدر سیمه کې قضیې له ۷۸ څخه ۱۱۰ او په اقبال ټاون کې له ۴۲ څخه ۷۶ ته لوړې شوې دي. په ماډل ټاون کې بیا د قضیو شمېر له ۸۰ څخه ۷۶ ته کم شوی دی.
پولیس وايي، د ثبت شویو قضیو په اړه پلټنې روانې دي. د ماشومانو پر وړاندې د دغو جرمونو زیاتوالی د هغوی د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

ورته مطالب