
افغانستان
د حقوقو او سیاسي علومو درې څانګې له خصوصي پوهنتونونو و ایستل شوې
احساس نیوز || یکشنبه|| ٨ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په تازه پرېکړه کې په خصوصي پوهنتونونو کې د حقوق، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګو د تدریس د درولو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د دې پرېکړې لپاره د محصلانو د غوښتنې کموالی او د دغو څانګو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت دلیل ښودل شوی دی.
منتقدین وايي، د عصري علومو او ټولنیزو علومو د زدهکړې محدودول کولی شي د هېواد د علمي او مسلکي ظرفیت پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا ویلي چې دغه درې څانګې په دولتي پوهنتونونو کې لا هم فعالې دي او هلته به پیاوړې شي؛ نوموړي ویلي چې پرېکړه د هغو خصوصي پوهنتونونو په اړه ده چې په دغو برخو کې کمزوري فعالیت لري.
Follow Us



