راپورونه

عایشه وهاب: امریکا دې له افغانستان سره د ډلې له نوم پرته تعامل وکړي

احساس نیوز || سه شنبه|| ٠٣ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د امریکا د استازو جرګې نوې افغان‌الاصله غړې، عایشه وهاب، وايي چې واشنګټن باید د افغانستان له اوسني حکومت سره د دې پر ځای چې څوک واکمن دي، د عملي ډیپلوماسۍ او تعامل لاره خپله کړي.

وهاب له «ډیموکراسي ناو» سره په خبرو کې د افغانستان وضعیت خواشینوونکی بللی او ټینګار یې کړی چې امریکا کولی شي د تعامل له لارې افغان حکومت د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو پر لور وهڅوي.

نوموړې ویلي، افغانستان پراخې طبیعي سرچینې لري او امریکا باید لږ تر لږه د اقتصادي او نورو ګډو همکاریو لپاره له افغانستان سره تعامل ولري.

وهاب د افغانستان پخوانیو جنګسالارو ډلو ته هم په انتقادي اشاره ویلي، چې دغو ډلو د هېواد د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې تعقیب کړې او د امریکا د ملاتړ پر مهال یې هم افغانستان لوټلی دی.

عایشه وهاب تازه د امریکا د استازو جرګې څوکۍ ګټلې او د امریکا په کانګرس کې د لومړنۍ افغان‌الاصلې په توګه تاریخي نوم ثبتوي.

ورته مطالب