سلايډنظر او تحلیل

اسمان څنګه څنګه رنګونه بدلوي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو پایله د دواړو هېوادونو د پالیسیو ښکاره پرتله وړاندې کوي. د اسلام اباد د پالیسي جوړونکو هغه اټکل چې ګواکې د فشار، سرحدونو د تړلو او د زور کارولو له لارې به افغانستان تسلیمېدو ته اړ کړي، په بشپړه توګه ناسم ثابت شو. هغه کسان چې پاکستان به پخوا د هغوی له لارې دا کارونه ترسره کول، اوس په کابل کې واکمن دي.
اوسنی حالت دې ته رسېدلی چې پاکستان اړ شوی د خبرو اترو او د اړیکو د بېرته عادي کولو اشاره ورکړي.
لومړی هڅه وشوه چې پر افغان کډوالو د شړلو له لارې فشار راوړل شي، خو دا هڅه ناکامه شوه. وروسته تورخم، چمن، خرلاچي او دانګور اډې په څېر مهمې سوداګریزې لارې وتړل شوې. د دې اقدام له امله افغانستان ته کوم لوی زیان ونه رسېد، خو د پولې دواړو غاړو، په ځانګړي ډول په پاکستان کې د میلیونونو بې وزلو خلکو او سوداګرو ژوند اغېزمن شو او د ډېرو کورونو د عاید سرچینې وچې شوې.
وروسته ټرانزیټي سوداګري هم ودرول شوه، چې له امله یې پاکستان د میلیاردونو ډالرو د مالیاتي عوایدو له زیان سره مخ شو.
د پولې هاخوا بمبارۍ او پوځي اقداماتو هم کومه د پام وړ پایله ورنه کړه، تر دې چې د پاکستان پخوانیو پوځي جنرالانو هم پر دې تګلارې سختې نیوکې او اندېښنې څرګندې کړې.
په ډیپلوماتیک ډګر کې هم پاکستان له پرله‌پسې ستونزو سره مخ شو. لومړی یې پر داسې بې‌اغېزې او ناکاره څېرو لکه جمعه خان فاتح باندې تمې وتړلې او هڅه یې وکړه چې هغوی اتلان وښيي، خو دا هڅه بریالۍ نه شوه. وروسته یې پخواني افغان قوماندانان اسلام اباد ته راوبلل او کنفرانسونه یې ورته جوړ کړل؛ هغه کسان چې اوس په اروپا، فرانسه او ترکیه کې د ژوند له خوندونو برخمن دي او له ډلې یې یو هم دا جرئت نه لري چې د افغانستان په ګرمه خاوره بېرته قدم کېږدي.
د دې ناسمې تګلارې تر ټولو لوی زیان پاکستان ته په اقتصادي ډګر کې ورسېد. پاکستان ته د پنځو میلیاردو ډالرو څخه زیات مالي زیان واوښت او د سرحدونو د تړل کېدو له امله سیمه ییز صنعت، بزګران او سوداګر سخت زیانمن شول.
له بلې خوا افغانستان له دې کړکېچ څخه د فرصت په توګه ګټه واخیسته او شاوخوا درې میلیارده ډالره مستقیمه ګټه یې ترلاسه کړه. افغانستان خپله سوداګري تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او هند ته واړوله او خپل اقتصادي حالت یې باثباته کړ، چې له امله یې د هغه بریا روښانه ښکاري.
نن حالت دې ځای ته رسېدلی چې د پنجاب صنعتکارانو، سوداګرو او بزګرانو پر حکومت سخت فشار پیل کړی دی. ان هغه شنونکي، کالم لیکونکي او مبصرین چې تر پرون پورې یې د افغانانو پر ضد سختې او نامناسبې خبرې کولې، اوس هماغه کسان د پاکستان او افغانستان د اړیکو د بېرته رغېدو خبرې او ستاینې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په دفترونو کې د ناستو څو چارواکو د ناسمې او له واقعیتونو لرې تګلارې بیه د پاکستان عامو خلکو او سوداګرو ورکړه. د پاکستان ډېری وګړي له دې امله خپه دي چې ناسمې پرېکړې او له لاسه تللي فرصتونه د پاکستان په اقتصادي ستونزو او ماتې پای ته ورسېدل، په داسې حال کې چې د افغانستان تګلارې په دې ډګر کې د بریا بڼه غوره کړې ده.
اوس خبره تر دې ځایه رسېدلې چې افغانستان د سوداګرۍ او لارو د بېرته پرانیستلو لپاره له پاکستان څخه ضمانت غواړي؛ یعنې وايي چې لارې به هغه وخت پرانیزي چې پاکستان ورته لیکلې ضمانت ورکړي.
زموږ ټولې خواخوږۍ له پاکستان سره دي.
ليکوال:سلطان محمد شیراني
پښتوژباړه:اصل دين ځدراڼ.

ورته مطالب