
احساس نیوز || دوشنبه|| ٠٢ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د تورخم دروازې نږدې یو کال کېږي چې د سوداګرۍ پر مخ تړلې ده؛ هغه لاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د میلیاردونو ډالرو د سوداګرۍ او ترانزیټ مهمه شریان بلل کېده، اوس د پاکستان د سختو او سیاسي پالیسیو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده. د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې لارې له ۲۰۲۵ کال د اکتوبر راهیسې بندې دي او زرګونه سوداګر او باروړونکي موټرونه یې زیانمن کړي دي.
د پاکستان پوځي رژیم د سرحدي ستونزو د حل پر ځای د سوداګرۍ او ترانزیټ دروازې د فشار د وسیلې په توګه کارولې، چې پایله یې یوازې افغانستان ته نه، بلکې د خیبر پښتونخوا او د پولې دواړو غاړو پښتنو سوداګرو او کارګرانو ته هم دروند اقتصادي زیان دی. په لنډۍ کوتل کې سوداګر وايي، د تورخم له بندېدو وروسته یې کاروبارونه نږدې نیمایي ته راکم شوي دي.
افغانستان هم په دې موده کې د پاکستان پر سوداګریزو لارو د اتکا د کمولو لپاره د ایران او منځنۍ اسیا بدیلو لارو ته مخه کړې ده. دا وضعیت ښيي چې د فشار سیاست کولای شي پاکستان ته د افغانستان او منځنۍ اسیا د پراخو بازارونو د لاسه ورکولو زمینه هم برابره کړي. پاکستاني سوداګر هم خبرداری ورکوي چې د اوږدې پولې تړل د دوی د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونه له دایمي زیان سره مخ کولای شي.
اوس پوښتنه دا ده: که پاکستان د «سيپېک ۲.۰» او د منځنۍ اسیا له بازارونو سره د سوداګرۍ پراخولو هوډ لري، نو د تورخم په څېر مهمه دروازه به تر کومه تړلې ساتي؟ د باور وړ او پرانیستو سوداګریزو لارو پرته، د سیمهییز اتصال او اقتصادي دهلېزونو لویې طرحې به له جدي خنډونو سره مخ وي.



