
په کابل کې د تېلو بیې بیا لوړې شوې؛ خلک د وضاحت غوښتنه کوي
احساس نیوز || دوشنبه|| ٠٢ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
په کابل ښار کې د تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. د راپورونو له مخې، د یوه لېتر پټرولو بیه ۸۴ افغانۍ او د یوه لېتر ډیزلو بیه ۷۷ افغانۍ ته رسېدلې ده.
د تېلو د بیو پرلهپسې لوړوالي د کابل اوسېدونکي اندېښمن کړي او وایي، له یوې خوا د ژوند لګښتونه زیات شوي او له بلې خوا د تېلو د بیو لوړېدل د ترانسپورټ او نورو توکو پر بیو هم مستقیم اغېز کوي.
خلک له حکومت څخه غواړي چې د تېلو د بیو د لوړوالي په اړه واضح معلومات ورکړي او د بازار د څارنې لپاره جدي اقدامات وکړي. یو شمېر ښاریان شکایت کوي چې د تېلو په بازار کې د مافیایي کړیو د فعالیتونو له امله بیې په خپله خوښه لوړېږي او حکومت باید د دې وضعیت مخه ونیسي.
د کابل د تېلو بیې تر دې وړاندې هم په پرلهپسې ډول لوړې شوې دي؛ د جولای په ۳۱مه د کابل ښاروالۍ د نرخنامې له مخې د پټرولو بیه ۷۸ او د ډیزلو بیه ۷۳ افغانۍ ټاکل شوې وه.



