سيمه او نړۍ

د یمن ځواکونو په سره سمندرګي کې د اسرائیلي بېړیو پر تګ راتګ بشپړ بندیز اعلان کړ

احساس نیوز || ١٨ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
د یمن د مسلحو ځواکونو ویاند اعلان کړی چې په سره سمندرګي کې د اسرائیلي بېړیو او اړوندو سمندري فعالیتونو پر وړاندې بشپړ بندیز لګوي. نوموړي ویلي چې له دې وروسته به د اسرائیل هر ډول سمندري تګ راتګ او خوځښت د یمني ځواکونو لپاره مشروع هدف ګڼل کېږي.

بل لور ته شنونکي وایي چې ایران د سیمې په بېلابېلو جبهو کې پر اسرائیل فشار زیات کړی دی. د دوی په وینا، د یمن حوثیان، د لبنان حزب‌الله او د غزې مقاومت ډلې په بېلابېلو جبهو کې د اسرائیل پر ضد فعالیتونه کوي، چې له امله یې اسرائیل له دوامداره امنیتي او پوځي ننګونو سره مخ شوی دی.

ورته مطالب