سلايډسيمه او نړۍ

ايټاليه: د زلزلې د وژل شويو شمېر يو سل شپېته تنه شو

ايټاليه کې د تېرې ورځې د زلزلې د وژل شويو شمېر يو سل او شپېتو تنو ته ورسېد. دغه زلزله چې د رېکټر په حساب ۶،۲ درجې وه، پرون يې د ايټاليې زړه کې غره‌ييزه سيمه ووهله او سلگونه کورونه يې ونړول. د ايټاليې پوځ او ژغورونکي ټيمونه لا هم د خلکو په ژغورنه بوخت دي.

ځايي رسنۍ وايي چې زلزلې د ځينو ښارونو ځينې برخې په بشپړ ډول له منځه وړې دي، دغه راز د څلور سوو په شاوخوا کې خلک ټپيان شوي او يو نامالوم شمېر لا هم ورک دي.

د زلزلې ډېری قربانيان سيمې ته تللي سيالبين وو، يو ځايي اوسېدونکی وايي: «دلته ټول ځوانان و.. دا د رخصتۍ موسم دی او د ښار مېله بله ورځ پېل کېده، ځکه نو ډېر خلک راغلي وو». نوموړي زياته کړه: «دا وېروونکی دی، زه پنځه شپېته کلن يم خو داسې څه مې مخکې نه و ليدلي، هر څه يې له منځه يووړل».

د يادونې ده چې د ايټاليې په لاکويلا ښار کې په ۲۰۰۹ز کې هم يوه زلزله شوې وه، چې له امله يې له درې سوو ډېر کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *