خبرونهسلايډ

ولسمشر د دریو بندونو قراردادونه لغوه کړل

 

ولسمشر غني د یوه نوي فرمان له لارې د دریو بندونو قراردادونه لغوه کړي او د برېښنا او اوبو له وزارت څخه یې غوښتنه کړې چې د بندونو د ژر جوړېدو کار دې نوو شرکتونو ته وسپاري.

د ولسمشر دفتر وايي چې د قراردادونو د لغوې تر ټولو ستر لامل د کار ورووالی او کمزوری کیفیت دی. دفتر زیاته کړې چې دې دریو بندونو کې د المار، ماچلغو او پاشدان بندونه شامل دي.

د ولسمشرۍ دفتر همداراز زیاته کړې چې دغه شرکتونه به مالي مجازات هم شي او د برېښنا او اوبو له وزارت او ماليې وزارت څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپل کارونه ژر ترسره کړي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *