افغانستانراپورونهسلايډ

اشرف غني: د پاکستان بریدونه د ملي اجماع او ژور فکر غوښتنه کوي

احساس نیوز || ٨ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لوري پر افغانستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي، دا بریدونه یوازې یوه امنیتي پېښه نه ده، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، ملي دریځ او راتلونکي په اړه د ژور فکر، ملي حساب او صادقانه ارزونې جدي ملي بلنه ده.
غني په خپله اعلامیه کې ویلي: «زه چمتو یم چې د یوې افغاني ملي اجماع په جوړولو، له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته ادا کړم.»
د یادونې وړ ده چې پاکستان تېره شپه د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه وکړل. د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېره ملکي مرګ‌ژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ په مندخېلو سیمه کې اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم په رسمي ډول تایید کړې چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان او ۴۹ نور ټپیان شوي دي، چې په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ورته مطالب