سيمه او نړۍ

د روسي الوتکو لومړۍ برخه خپل هېواد ته ستنه شوه

د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين تېره شپه ناوخته خپلو ځواکونو ته امر کړی، چې له سوريې ووځي، له دغه امر وروسته د روسي جنگي الوتکو لومړۍ ډله د سوريې له پوځي اډې خپل هېواد ته ستنه شوه.

د روسيې دفاع وزارت نن سه شنبه په يوه مطبوعاتي بيانيه کې ويلي و، چې د روسي جنگي الوتکو لومړۍ ډله د سوريې له حميم اډې څخه د روسيې فدراسيون لور ته پرواز وکړ. په دغو الوتکو کې ۳۴ جنگي او ۱۵۴ ترانسپورټي الوتکې شاملې دي.

دفاع وزارت زياتوي، چې روسي الوتکې د گروپونو په شکل کې د سوريې له حميم پوځي اډې څخه روانې شوې او هرې ډلې سره به يوه ترانسپوټي الوتکه هم وي، چې د نورو جنگي الوتکو څار او مرسته به کوي.

د خبرپاڼې له مخې ټولې روسي الوتکې به پر معلوم شوې هوايي لارې سفر کوي او د روسيې فدراسيون حريم ته له داخلېدو وروسته به د هوايي ځواک په امر خپلو خپلو نظامي اډو ته ورسيږي.

تېره شپه د روسيې ولسمشر ويلاديميرپوتين ناببره پرېکړه وکړه، چې روسي پوځيان او جنگي وسايل دې له سوريې خپل هېواد ته راستانه شي او د پوتين دغې پرېکړې اروپايي هېوادونو کې وارخطايي خپره کړه.

له کريملين څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سوريه کې د دوی پوځيانو خپله دنده ترسره کړه او خپلو موخو ته له رسېدو وروسته خپل هېواد ته راستنيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *