افغانستانراپورونه

مهدي: «اسلامیت او افغانیت» د ثبات خنډونه دي؛ څرګندونو یې توند غبرګونونه راپارولي

احساس نیوز || ١٢ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش

د افغانستان د پخواني پارلمان غړي ډاکټر محی‌الدین مهدي په لندن کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال «اسلامیت او افغانیت» د افغانستان د سولې او ثبات پر وړاندې خنډونه بللي، هغه څرګندونې چې د ګڼو افغانانو او سیاسي فعالانو سخت غبرګونونه یې راپارولي دي.

منتقدین وایي چې اسلامیت او افغانیت د افغانستان د هویت او ټولنیز جوړښت دوه اساسي ستنې دي او د دغو ارزښتونو ردول، پرته له دې چې روښانه بدیل وړاندې شي، د هویت او ملي یووالي په اړه لا زیاتې پوښتنې راولاړوي.

دوی پوښتنه کوي، که اسلامیت له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه لرې شي، نو عدالت، ثبات او ټولنیز نظم به پر کوم بنسټ ولاړ وي؟ او که افغانیت نفی شي، د افغانستان ملي هویت به څنګه تعریفېږي؟

ځینې نیوکه کوونکي همداراز د مهدي سیاسي مخینه هم تر پوښتنې لاندې راولي. دوی ادعا کوي چې نوموړی په تېرو لسیزو کې د شمالي ټلوالې له ځینو مطرحو څېرو سره نږدې پاتې شوی و. همدارنګه د میر عنایت‌الله سادات په «حال و احوال سرزمین ما» نومي کتاب کې هم د افغانستان د کورنیو جګړو د دورې د ځینو شخصیتونو او جریانونو په اړه نیوکې مطرح شوې دي، چې د منتقدینو په باور محی‌الدین مهدي هم پکې تر انتقاد لاندې راغلی دی.

شنونکي وایي چې د اسلامیت او افغانیت تر منځ ټکر نه، بلکې دواړه د افغانستان د هویت او تاریخي موجودیت بشپړوونکې برخې دي او د دغو ارزښتونو نفی کول د حللارې پر ځای اختلافات ژورولی شي.