
هند پاکستان ته خبرداری ورکړ؛ د اوبو یوه څاڅکي ته به هم د تېرېدو اجازه ور نه کړو
احساس نیوز || ٢١ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
د هند د اوبو وزیر سي آر پاټیل په یوه سخت دریځه دریځ کې اعلان کړی چې هند به پاکستان ته د خپلو سیندونو د اوبو یوه څاڅکي ته هم د تېرېدو اجازه ور نه کړي. نوموړي ویلي چې د لومړي وزیر نریندرا مودي د ځانګړو لارښوونو له مخې د هغو پروژو عملي کار په چټکۍ روان دی چې موخه یې د هند د اوبو مدیریت پیاوړتیا او د ملي ګټو خوندي کول دي. د هندي چارواکو په وینا، پاکستان له کلونو راهیسې د ګاونډیتوب د اصولو پر ځای د ګواښونو ژبه کارولې، خو اوس هند په ډاډه او ځواکمن دریځ سره خپلې پرېکړې عملي کوي.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د چناب سیند د اوبو د تنظیم او د بدیلو لارو د جوړولو لپاره مهمې پروژې تر کار لاندې دي. شنونکي وایي چې نوی ډیلي غواړي وښيي چې د سیمې په کچه د خپلو ستراتیژیکو ګټو د دفاع توان لري او د هر ډول فشار پر وړاندې به شاته نه شي. په مقابل کې پاکستان د سختو څرګندونو ترڅنګ د نړیوالو ادارو د ملاتړ غوښتنه کړې، چې د ځینو هندي رسنیو په باور دا چاره د اسلاماباد د اندېښنو او بېوسۍ څرګندونه کوي.
هند ټینګار کوي چې د خپلو سرچینو د کارونې په اړه به پرېکړې د خپلو ملي ګټو له مخې کوي، په داسې حال کې چې پاکستان د دې احتمالي بدلونونو په اړه پرلهپسې خبرداری ورکوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر کړکېچ یو ځل بیا د جنوبي اسیا د دوو اټومي سیالانو ترمنځ د سیاسي او ستراتیژیک رقابت نوی پړاو رامنځته کړی، خو هندي چارواکي باور لري چې نوی ډیلي به په دې برخه کې له خپل ځواکمن دریځ څخه په شا نه شي.