
راپورونهسلايډسيمه او نړۍ
ایران پر اسراییل توغندیز بریدونه پیل کړل، سیمه کې کړکېچ نور هم زیات شو
احساس نیوز || ١٨ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران د اسراییل پر ضد د توغندیزو بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده. د راپورونو له مخې، دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شول چې اسراییل د لبنان پلازمېنې بېروت او د ایران په څو ښارونو کې هوايي بریدونه وکړل. هممهاله ویل کېږي چې حزبالله ځواکونو هم د اسراییل پر لور توغندي توغولي دي.
راپورونه ښيي چې اسراییلي الوتکو په تهران، تبریز او اصفهان کې ځینې هدفونه په نښه کړي، په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ یې د لبنان له اوربند سره سره پر بېروت هم هوايي بریدونه کړي وو. د اسراییل د دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې ایران د لبنان په ملاتړ د اسراییل په ویشتلو سره «لویه تېروتنه» کړې ده. وروستیو متقابلو بریدونو په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې او لا زیاتې بېثباتۍ اندېښنې راپارولي دي.