افغانستانسلايډ

د پاکستان په بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شوي

احساس نیوز || ٢٠ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د پاکستان له لوري تېره شپه د کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو پر استوګنیزو سیمو د ترسره شویو بریدونو له امله ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری شهیدان شوي او ۱۴ نور کسان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، پاکستاني ځواکونو د افغانستان د حریم په نقض سره د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي، چې له امله یې خلکو ته درانه ځاني زیانونه اوښتي دي. د ملکي وګړو پر استوګنیزو سیمو دا ډول بریدونه باید د ستر جنایت په سترګه وکتل شي. د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری بللی او په سختو ټکو یې غندلي دي.

ورته مطالب