
هند استازى هریش: اسلام اباد په افغانستان کې ملکیان وژلي
احساس نیوز || ٣١ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه په یوه علني بحث کې د هند او پاکستان ترمنځ لفظي شخړه هغه مهال نوره هم توده شوه، کله چې د پاکستان استازي د کشمیر موضوع راپورته کړه.
د هند د دایمي استازي پرواتانیني هریش په وینا، پاکستان هڅه کوي د بحث اصلي موضوع بدله کړي او د خپلو کړنو له حساب ورکولو ځان وباسي. هغه وویل چې د جامو او کشمیر موضوع د هند کورنۍ مسله ده او پاکستان باید په دې اړه مداخله ونه کړي.
نوموړي پاکستان تورن کړ چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو له امله ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د هغه په وینا، د کابل د یوې روغتیايي مرکز د برید په ګډون داسې پېښې شوي چې له امله یې ملکي وګړو ته زیان رسېدلی او خلک بېځایه شوي دي.
هریش همداراز پاکستان د دوه ګونو معیارونو په کارولو تورن کړ او زیاته یې کړه چې هغه هېواد چې په خپل تاریخ کې د تاوتریخوالي او ادعا شوو ظلمونو تورونه لري، باید د بشري حقونو په اړه نورو ته ګوته ونه نیسي. هغه د ۱۹۷۱م کال پېښو ته هم اشاره وکړه او پاکستان یې د خپلو پخوانیو کړنو په اړه ځواب ویلو ته وباله.
دغه بحث د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند او پاکستان ترمنځ روانه ډیپلوماټیکه لانجه لا نوره هم توده کړې ده.