راپورونهسيمه او نړۍ

له جنورۍ تر اوسه یوازې اسلام‌اباد کې ۴۵ زره ښځې طلاق شوې

احساس نیوز || ١٢ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
په پاکستان کې د کورنیو شخړو او د واده د ماتېدو قضیې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي. د رسنیو او عدالتي سرچینو د معلوماتو له مخې، یوازې په اسلام‌اباد کې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ۴۵ زرو څخه زیاتې د طلاق، خلع او نفقې اړوند قضیې ثبت شوې دي، او هره ورځ تر ۳۰۰ زیاتې نوې قضیې د کورنیو محاکمو ته وړاندې کېږي.
د عدالتي معلوماتو له مخې، هره میاشت شاوخوا ۹ زره نوې کورنۍ قضیې ثبتېږي او د محکمې د کاري ساعتونو پر مهال په اوسط ډول هر ساعت لسګونه نوې دوسیې درج کېږي. د دغو قضیو زیاتوالی د اسلام‌اباد پر کورنیو محکمو هم دروند فشار راوستی دی.
کارپوهان او وکیلان د بې‌روزګارۍ، اقتصادي ستونزو، د نشه‌يي توکو کارونې او د کورني ژوند د فشارونو زیاتوالی د طلاقونو او خلع د قضیو مهم عوامل بولي. د دوی په وینا، مالي ستونزې او ټولنیز بدلونونه د ګڼو کورنیو د بېلتون لامل ګرځېدلي دي.
که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې دا ادعا خپره شوې چې «هره ورځ ۳۰۰ کورونه ورانیږي»، خو باید یادونه وشي چې د ۴۵ زرو شمېر یوازې د وروستیو طلاقونو نه، بلکې د طلاق، خلع، نفقې او نورو کورنیو شخړو ټولې ثبت شوې قضیې رانغاړي. نو هره قضیه لازماً د واده په پای ته رسېدو نه تمامېږي.
بل لور ته، په پنجاب ایالت کې هم د کورنیو شخړو او د واده د ماتېدو قضیو د زیاتوالي راپورونه ورکول کېږي، خو د اسلام‌اباد په څېر تازه او جامع رسمي شمېرې لا نه دي خپرې شوې. ټولنیز څېړونکي خبرداری ورکوي چې که اقتصادي او ټولنیزې ستونزې حل نه شي، د کورنیو د بېلتون کچه به لا هم لوړه شي.

ورته مطالب