راپورونهسيمه او نړۍ

په برېټانیا کې ١٥ پنجابیانو ته د کم‌عمره نجلۍ د جنسي استحصال په قضیه کې ۱۸۸ کاله بند سزا واورول شوه

احساس نیوز || ١٥ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
د برېټانیا یوې محکمې ۱۵ کسانو ته، چې ډېری یې د پاکستان د پنجاب ایالت له کورنیو سره تړاو لري، د یوې کم‌عمره نجلۍ د جنسي تېري او استحصال په قضیه کې په ټولیز ډول ۱۸۸ کاله بند سزا واوروله. د محکمې د اسنادو له مخې، دغه کسان د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ پر یوې نجلۍ، چې هغه مهال یې عمر د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ و، پرله‌پسې جنسي تېري کړي او له هغې یې ناوړه ګټه پورته کړې وه.
پولیس وایي چې قرباني نجلۍ په یادو کلونو کې څو ځله له کور څخه ورکه شوې وه، خو د هغې د ورکېدو تر شا د منظم جنسي استحصال شبکه وروسته کشف شوه. په ۲۰۱۶ کال کې رسمي تحقیقات پیل شول او له څو کلونو پلټنو، د شواهدو راټولولو او محاکمو وروسته محکمه دې پایلې ته ورسېده چې یادو کسانو په ګډه د نجلۍ پر وړاندې درانه جنسي جرمونه ترسره کړي دي.
د محکوم شویو کسانو نومونه او سزاوې:
یوسف بټ – ۱۷ کاله بند (۸ ځله جنسي تېری)
انور عزیز – ۱۵ کاله بند (۱۴ ځله جنسي تېری)
فیصل رشید – ۱۵ کاله بند (۱۰ ځله جنسي تېری)
عمر تاج – ۱۵ کاله بند (۱۲ ځله جنسي تېری)
عبدالباسط – ۱۳ نیم کاله بند (۴ ځله جنسي تېری او د جرم دسیسه)
برهان‌الدین علي – ۱۳ نیم کاله بند (۴ ځله جنسي تېری)
آصف بدهیا – ۱۳ کاله بند (۴ ځله جنسي تېری)
محمد ندیم علي – ۱۳ کاله بند (۴ ځله جنسي تېری)
حنان میا – ۱۲ کاله بند (۴ ځله جنسي تېری)
اشفاق احمد – ۱۲ کاله بند (۲ ځله جنسي تېری)
آفتاب احمد – ۱۱ کاله بند (۳ ځله جنسي تېری)
امجد حسین – ۱۰ کاله او ۵ میاشتې بند (۵ ځله جنسي تېری)
محمد یاسر – ۱۰ کاله بند
شاهین الحق – ۱۰ کاله بند
جمیل احمد – ۸ کاله بند (۴ ځله جنسي تېری)
محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي چې دغو کسانو د یوې کمزورې او کم‌عمره نجلۍ له حالت څخه ناوړه ګټه پورته کړې او د کلونو لپاره یې د هغې ژوند اغېزمن کړی دی. قرباني مېرمنې د پرېکړې له اعلان وروسته ویلي چې د ماشومتوب او ځوانۍ دا دردناک یادونه به ټول عمر ورسره پاتې وي، خو د مجرمانو سزا یې د عدالت د پلي کېدو مهم ګام بللی دی.