
سلايډسيمه او نړۍ
د پاکستان پوځ MI-17 هلیکوپټر نسکور شو؛ ۲۱ پوځیان هلاک شول
احساس نیوز || ٢٠ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
راولپنډۍ: د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، چې د پاکستان د پوځ اړوند د آرمي ایوی اېشن MI-17 هلیکوپټر د مظفرآباد په شاوخوا سیمه کې د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله نسکور شوی دی.
د راپورونو له مخې، هلیکوپټر د پورته کېدو پر مهال له تخنیکي عارضې سره مخ شو چې په پایله کې یې د سپرو ټولو پوځیانو ژوند له لاسه ورکړ. د وروستیو معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې د هلاکو شویو پوځیانو شمېر ۲۱ تنو ته رسېدلی دی.
ویل کېږي، د ژغورنې او پلټنې ډلې سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلې او د پېښې د اصلي لاملونو د معلومولو لپاره د څېړنې بورډ هم ګمارل شوی دی.
همدارنګه د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر او لومړي وزیر شهباز شریف د دې پېښې په تړاو خپل غبرګون څرګند کړی او د هلاکو شویو پوځیانو د کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.