سلايډنظر او تحلیل

د ښځو د حقوقو تر شا پټ سیاستوال

( هغه کسان چې د تحلیلي او تفصیلي لیکنو د لوستو اوسېله لري ، هغوی دې ولولي )

محمد إسماعيل یون
ژوند ، تعلیم او کار د ښځو حقه حقوق دي ، هېڅوک حق نه لري چې دا حقونه یې ومروړي او هغوی ترې بې برخې کړي .
افغانستان کې افغان مېرمنو پخوا هم ښه په زغرده ، نه یوازې د خپلو حقوقو د اعادې لپاره مبارزه کړې ، بلکې د ټول هېواد د ازادۍ لپاره یې هم په تاریخ کې نه هېرېدونکې اتلولۍ ثبت کړې دي . په ځینو حساسو تاریخي پړاوونو کې د جنګ ، مبارزې ، تعلیم او سولې د ټینګښت په ډګرونو کې افغان مېرمنې ان تر نارینه افغانانو هم یو ګام وړاندې ثابتې شوې دي .
اوسمهال د ښځو تعلیمي حقوق هغه موضوع ده چې له کوم دلیل او تاخیر پرته باید حل شي . تعلیم یو بشري حق دی ، مخکې تر دې چې دا موضوع سیاسي چاپېریال ته داخله شوې وای او سیاسي مکروبونو پر یو ثابت بشري حق خپل سیوری خپور کړی وای ، دا موضوع باید حل شوې وای .
په تېرو پنځو کلونو کې زما په ګډون ګڼ شمېر تعلیمپالو او هېوادپالو افغانانو له کوم تظاهر او ځان ښودنې پرته په لسګونو ځله هڅه وکړه چې له اوسنیو چارواکو سره کېنو او د دې حق د اعادې لپاره لاره اواره کړو ، په ځینو برخو کې ډېر کم پرمختګ وشو ، خو د حقوقو د پوره اعادې لپاره لا هم ډېر مزل پاتې دی .
موږ چارواکو ته ویلي چې دا مسله کېدی شي بشري بحران ته لاړه شي او یو وخت به داسې حالت راشي چې ستاسي سیاسي مخالفین ، لکه پخواني جنګنسالاران ، ټامیان ، شمالټلواله او نور ، چې ملت رټلي او له هېواده تښتېدلي دي ، له دې بحران څخه به ناوړه سیاسي ګټه پورته کړي او یو ځل بیا به د ښځو د حقوقو د اعادې تر شعار لاندې ملت ته د ځان د سپینولو هڅه وکړي .
اوس خو یوازې په څو ښارونو کې د ښځو د حقوقو څو مدعیانې ښارو ته راوځي چې اکثره یې د کیس جوړونې او خارج ته د تګ انګېزه لري ، خو اکثریت مېرمنې د چوپیتا په حالت کې دي ، خو دا چوپتیا او زغم د دې حالت د منلو او تداوم په مانا دی .
ځینې هېوادوال له دې امله هم چوپ دي چې هر ډول انارشي به یو ځل بیا د پخوانیو ټوپکوالو او فسادګرو بیاواکمنۍ ته لاره اواره کړي ، نو تر هغه حالته دا اوسنی حالت یو څه ښه ګڼي ، نو ځکه یې چوپتیا غوره کړې ده ، خو کله چې دا چوپیتا ماتېږي او ښځې د خپلو حقه حقوقو په باب واټونو ته راووځي بیا یې نو حکومتونه د کنټرول وس نه لري .
موږ دا یادونه هم کړې چې تعلیم او کار د ښځو او نرو دواړو ثابت حقوق دي ، پرته له دې چې کومې پلمې او انګېزې پورې وتړل شي ، باید اعاده شي ؛ حکومت باید پر نورو خدماتي چارو تمرکز وکړي ، نه دا چې د ثابتو حقوقو پر بیا بیا شاربلو ځان مصروف وساتي .
اوس نو خبره داسې یو حالت ته د رسېدو په حال کې ده چې بحران ته ورو ورو نږدې کېږي.
طبیعي خبره چې د حاکم نظام او د ښځو د حقوقو د یو شمېر حقیقي او یو شمېر جعلي مدعیانو تر منځ به د ټکر پېښې رامنځته کېږي ، په دې حالت کې به نو یو شمېر بهرمېشتو جنګسالارانو ، سیاستوالو ، بګېل شویو جنرالانو ، فسادګرو او د ښځو د بازار کار وباریانو ته د سیاسي ګټې وټې ډېره ښه او ارزانه وسیله په لاس ورشي . په داسې یو چاپېریال کې به تښتېدلو جنرالانو ، ((مارشالانو ))، د سیاسي ګوندونو مشرانو ، د ښځو د حقوقو نړیوالو فعالانو ، وطن پلورې پردیپاله میديا او نور رزایلو ټولو ته د بیا فعالیت زمینه برابره شي ، لکه همدا اوس چې برابره شوه . چا د جنسیتي تبعیض موضوع ګرمه کړې، څوک پر افغانستان د نویو بندیزونو د لګولو موضوع مطرح کوي ، څوک د امریکا ، پاکستان او نورو له خوا پر هېواد د هوايي بمبار هیله کوي ، څوک د ټولشموله حکومت ، څوک د افغانستان د نوم د تغیر ، څوک د ((خراسان بزرګ)) ، څوک د ((ترکستان جنوبي )) او څوک نورې نارې سورې وهي او څوک په کې د نورو موضوعګانې سپېروني راګوزاروي، د ښځو د تعلیم موضوع په کې بیا هم تته شي، ورکه شي او بیا هم حاشیې ته شي .
عجیبه خبره دا ده چې (( مارشال)) دوستم هم د ښځو د حقوقو شعار ته ور ودانګي ، محقق ، خلیلي او نور هم د ښځو د حقوق مدعیان شي . د دوی د واکمنۍ او د تنظیمي جنګونو پر مهال چې دوی له افغان مېرمنو سره کوم انساني ضد چلند کړی ، هغه د تاریخ له حافظې څخه نه شي ایستل کېدی .
((مارشال )) هغه چاته ویل کېږي چې لږ تر لږه څلور هېوادونه یې فتح کړي وي او له خپل هېواده یې د کنترول قومانده ورکوي ، نه دا چې بل هېواد ته تښتېدلی وي او د خپلې (( مارشالۍ)) دریشي ترې د تېښتې پر مهال په کور کې پاتې شوې وي او مخالف سرتېري یې د تمثیل لپاره پر غاړه کړې وي . دوستم چې د خپلې عمر تر پایه پورې خپل دا شرم پرځای کړي هم د ده لپاره به لوی غنمیت وي ، نور نو هغه درجن درجن بې وخته جنرالان چې پنځو کلونو کې د هر اختر ، پسرلي او نورو موسمونو پر مهال ژمنې کوي چې نن درځو سبا درځو او وطن فتح کوو ، هغوی ته هم شرم په کار دی چې د ښځو تر شا پټ دي او د ښځو د حقوقو د اعادې لپاره هوایي ډزې کوي ، جنرالان خو د جګړې د لومړۍ کرښې په سر کې وي او نور سرتېري ورپسې ، خو زموږ سیاسي او ماشیني جنرالان غواړي خویندې ترې مخکې وي او دوی ورپسې ، که احیاناً هغوی کومه توره وکړه او یا یې ځان قرباني کړ ، نو د هغوی په وینو سره توره بیا دوی په خپل نامه ونوموي .
موږ ته هغه وخت هم په یاد دی چې پر کلیوالو سیمو به د بهرنیو ځواکونو له خوا ناترسه بمبماري کېدله ، تر ټولو زیات قربانیان به یې ښځې او ماشومانو وو ، خو د دې جنرالانو ، سیاستوالو او د ښځو د حقوقو د اکثرو مدعیانو په شمول به پرې اکثره واکوال غلي وو او ان د توجیه لپاره به یې ورته دلایل لټول.
یو شمېر نور په اصطلاح مدني فعالان او سیاسيخېل چې په لویدیځ کې مېشته دي ، ځانونه ((د افغان ولس ریښیني ))استازي بولي ، چا سیاسي دکان جوړ کړی ، چا سیاسي ګوند او چا هم سیاسي ایتلاف او ډول ډول سیاسي کارو بار ، هغوی هم د ښځو د حقوقو په باب تر اصلي ښځو یو څو څپکه تېز دي . زه یو کس پېژنم د ښځو د حقوقو سر سخت پلوی دی ، وايي د اتو ګوندونو د مشترکې رهبرۍ شورا مشري را پر غاړه ده او شل نور ګوندونه راسره په ایتلاف کې دي، دی هم په افغانستان کې د ښځو د حقوقو له نشتوالي ډېر سر ټکوي ، خو په امریکا کې رسمي مجلسونو ان د ښځو رسمي غونډو ته خپله ښځه نه بیايي ، په یو نه یو ډول د شرم احساس کوي ، خو څرنګه چې د اوسني حاکمیت له امله یې خپله پخوانۍ څوکۍ له لاسه ورکړې ، له دې نظام څخه د غج اخیستنې لپاره یې د ښځو حقوق د ځان لپاره یو څرګند شعار ګرځولی دی.
له دوی څخه یوه ورځ یو چا پوښتل چې تاسو خو افغانستان کې شل کاله حکومت کړی او ادعا لرئ چې ولس تاسې سره دی ، په سلګونه ګوندونه هم خارج کې اوسي، بهرنیانو سره هم اړیکي لرئ ، نو د کابل ښار په پښتونستان واټ کې د ښځو د تعلیم په باب یوه لویه مظاهره ولې نه باسئ ؟ ده ورته وویل (( والله ط. ا. ل. ب. ان خلک وژني …)) . هغه ورته وویل چې ښه نو تاسې دېته منتظر یاست چې افغان مېرمنې د خپلو حقوقو په باب له اوسني حکومت سره لاس په ګرېوان شي ، قرباني ورکړي او لاره خلاصه کړي بیا به نو تاسې د فاتحینو په توګه کابل ته داخل شئ ؟
حقیقت خو دا دی هغه کسان او سیاستوال چې تر ټولو زیات په هېواد کې د ښځو د حقوقو د اعادې خبرې کوي ، په خپل کورني چاپېریال کې د ښځو د حقوقو عملي کېدو ته ژمن نه دي او نه پرې باور لري .
بل څرګند حقیقت دا دی چې نه تښتېدلي (( مارشالان)) ، جنرالان ، نه هم رټل شوي او بګېل شوي سیاستوال، نه هم د ښځو د حقوقو بازاري کاروباریان ، نه هم يو شمېر بهرمېشتي پیاړمه خواره ژورنالیستان او پردپیالي رسنۍ یو هم د دې وس نه لري چې په خپلې وړتیا او زړوتیا یو ځل بیا د هېواد په داخل کې سیاسي صحنې ته داخل شي ، نو دوی یو ځل بیا د تېر ځل په شان دېته په طمع دي چې که کوم بهرنی هېواد پر افغانستان پوځي یرغل وکړي او په دې چانس کې دوی یو ځل بیا د وړیا طلايي واک څښتینان شي او یا هم که د افغان مېرمنو او اوسني حکومت د ټکر په نتیجه کې کومه خلا رامنتځه شي او دوی یو ځل بیا په سیاسي ډګر کې مطرح شي بله کومه عملي لار نه ګوري ، نور نو دوی دومره د افغان ولس په ذهن کې منفور دي چې د بیا اوچتېدو چانس یې هېڅ نه شته. البته د یادونې وړ ده چې د هغو ملینونو هېوادپالو ، ملتپالو افغانانو ، مدني فعالانو ، لیکوالو ، خبریالانو ، سیاستوالو او ټولنیزو مبارزینو حساب او کتاب له پورته یادو شویو اشخاصو او ډلو جلا دی چې همدا اوس عملاً د هېواد پر خدمت بوخت دي . دوی په تېره نیمه پېړۍ کې د بېلابېلو رژیمونو د مظالمو او او نورو ټولنیزو ناخوالو له امله له هېواد څخه بهر مهاجرت ته اړ شوي دي . دوی د افغاني ټولنې نه جلا کېدونکې برخه ده او همدا اوس هر کال لږ تږ لږه ( دوه ملیارده ډالر ) خپل هېواد ته رالېږي او دلته پرې د هېوادوالو ژوند خړوبېږي . دا پانګه د اوسني دولت د ټول کال د مصارفي لګښت انډول ده. دې هېواد پالو افغانانو له افغانستانه پانګه نه ده وړې ، بلکې هر کال د ملیاردونو ډالرو انډول پانګه بېرته خپل هېواد ته داخلوي ، دوی هم د ښځو حقوق غواړي هم د هېواد ابادي ، د دوی اکثریت نه غواړي داسې سیاسي انقطاع رامنتځه شي چې هېواد بیا کورنیو جګړو ته ستون شي ، رښتیني افغانان څه کورمېشټي دي که بهرمېشتي ، ټول په هېواد کې سوله ، ثبات او پرمختګ غواړي ، د سیاسي سمون لپاره سوله ییزه مبارزه کوي ، د جګړو پلویان نه دي او د جنګسالارانو د بیا واکمنۍ مخالف ، خو په اوسني نظام کې د ښځو د حقونو په شمول د ګڼو اصلاحاتو غوښتونکي دي .
دلته غواړو د خپلې پورتنۍ لیکنې لنډیز او د موضوع د حل په په باب خپل څو وړاندیزونه په لنډیز سره وړاندې کړو:
۱- د ښځو حقوق:
ښځو ته د خپل میراث د ورکړې ، د ښځې د جبري نکاح د مخنیوي او په بدو کې د ښځو د نه ورکړې په باب اوسني نظام یو څه مثبت پرمختګ کړی ، خو د ښځو د کار ، تعلیم او تحصیل موضوع لا هم تر اوسه حل شوې نه ده . همدې کار دا موضوع له حقوقي اړخه سیاسي اړخ ته ډېره کش کړې ده ، نو ځکه خو هر منفور او نامنفور سیاسي ګروپ غواړي له دې موضوع څخه د ځان په ګټه او له اوسني نظام څخه د غچ اخیسنې لپاره یوه تېره توره جوړه کړي ، دې سره بیا د یو شمېر هېوادونو مداخلې ته هم لاره اوارېږي او بیا ترې یوه بله سیاسي خنجر جوړېږي . مخکې تر دې چې دا تېره توره د اوسني نظام تر ستوني راورسي چارواکو ته په کار ده چې د ښځو حقوق د هغوی د حق په توګه په رسمیت وپېژني او د هغوی د اعادې لپاره عملي کار وکړي . دا مسله باید له سیاسي او مذهبي ابهامه راووځي .
ښځو ته د کار ، تعلیم او تحصیل زمینې برابرول نه یوازې د هغوی حق دی ، بلکې دا کار د نظام د ملي مشروعیت ، سیاسي ثبات او ټولنیز پرمختګ سبب هم ګرځي او له دې پلوه هم تر ټولو زیات د همدې اوسني نظام د چارواکو په ګټه کار دی. دې کار سره به نه یوازې د ښځو حقوق اعاده شي ، بلکې د پخوانیو جنګسلارانو ، غلو او فسادګرو پر ګرمو او تقلبي شعارونو به هم یخې اوبه شي .
سل په سلو کې باوري یم چې که اوسنی نظام د ښځو حقوق اعاده کړي ، نو هېڅوک به دومره زیانمن او خفه نه شي ، لکه پخوانۍ شمالټواله ، د هغوی اړوند مدني او رسنیز لنډغر او د تېر رژیم اړوند یو شمېر ټامیان ، ستمیان ، یو شمېر نسب ورکي او هویت ورکي پخواني چارواکي ، د هغوی شعار به بېخي ختم او پر کور به یې یو لوی ماتم راخور شي.
۲- سیاسي سمون:
اوسني چارواکي خفه کېږي که خوشالېږي دا حقیقت باید ومني چې یو شخص ، یوه ډله ، یو تنظیم او یو سیاسي فکري جریان د ډېر وخت لپاره په هېواد کې حکومت نه شي کولای ، لنډمهاله واکمني کولای شي خو هغه به هم په پای کې له سخت زواله سره مخامخېږي . اوسني چارواکي هم باید په دې فکر وکړي چې یوازې یو مذهي یا روحاني قشر د حکومت ټولې چارې نه شي سمبالولای ، سیاسي انحصار وروسته سیاسي انفجار ته لاره اواروي . افغانستان د سیاسي نظامونو د انفجار او انقطاع څو ترخې تجربې تکرار کړي دي ، دا تجربې باید بیا تکرار نه شي ، نو ښه لاره دا ده چې سیاسي سمون پیل شي ؛ لویه جرګه راوبلل شي ، ملت سره مشوره وشي ، د نظام ډول او د تداوم څرنګوالی په ګوته شي ، کورنی او بهرنی مشروعیت ترلاسه شي ، هېواد له نړیوالې سیاسي انزوا څخه وایستل شي ، د نورو هېوادونو په شان زموږ هېواد هم د ملي بیرغ او هم د ملي سرود څښتن شي او نورو ګڼ شمېر سمونونو او مثبتو تحولاتو ته اړتیا ده . دا تحولات کولای شي هم د نظام د تداوم او بقا سبب شي او هم د ملت د پرمختګ او رفاه او که خبره دا وي چې هر څوک یې د پخوا په شان ځانته ډنګوي ، ودې ډنګوي موږ به یې د لیکوال په توګه ننداره کوو او د سیاسي کرکټرونو له خوا پېښ شوي حوادث به لیکو او د تاریخ ترخه تکرار ته به انتظار باسو.