
ایران د مذاکراتو لپاره پنځه شرطونه وړاندې کړل
احساس نیوز || ٢٣ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
ایران اعلان کړی چې تر هغو به له امریکا سره مذاکراتو ته حاضر نه شي، څو یې ټاکل شوي پنځه اساسي شرطونه ونه منل شي. د تهران چارواکو ویلي، د سیمې روان وضعیت، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې جګړې او اقتصادي فشارونه، د دې لامل شوي چې ایران خپلې غوښتنې په ښکاره ډول وړاندې کړي.
د ایران د دریځ له مخې، لومړی شرط په ټولو جبهاتو، په ځانګړي ډول لبنان کې د جګړې پای ته رسېدل دي. ایران باور لري چې د سیمې ناارامي د هر ډول سیاسي تفاهم او مذاکراتو پر وړاندې لوی خنډ دی. دویم شرط د نړیوالو بندیزونو بشپړ لرې کېدل ښودل شوي، ځکه تهران وایي اقتصادي محدودیتونو د هېواد پر اقتصاد او سوداګرۍ ژور اغېز کړی دی.
ایران همداراز د خپلو کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو، د جګړو له امله د اوښتو زیانونو د جبران، او پر هُرمز تنګي د ایران د حاکمیت د حق د رسمي منلو غوښتنه کړې ده. شنونکي وایي، دغه شرطونه ښيي چې تهران غواړي د هر ډول راتلونکو مذاکراتو پر مهال د سیاسي او اقتصادي امتیازاتو تر څنګ، په سیمه کې خپل ستراتیژیک نفوذ هم خوندي وساتي.