
احساس نیوز || دوشنبه|| ٠٢ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، واشنګټن کولی شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي.
نیومن له «آی۲۴ نیوز» سره په مرکه کې ویلي، سره له دې چې د امریکا او کابل ترمنځ ژور اختلافات شته، خو واشنګټن له افغانستان سره د تعامل عملي او امنیتي دلایل لري. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د کانونو په برخه کې د امریکايي پانګونې احتمال هم شته، خو د پانګوالو د باور لپاره امنیت او د قانون حاکمیت اړین دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا هره نوې اړیکه باید «ګام پر ګام» وي او د کابل له لوري له عملي اقداماتو سره تړلې وي.
د امریکا سفارت په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته تړل شوی و.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم په دې وروستیو کې له واشنګټن څخه د سفارت د بېرته پرانیستلو او په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.



