
ډيوه پتنګ د عايشه وهاب غږ د مدعيانو او جنګسالارانو پرمخ کلکه څپېړه ده
احساس نیوز || سه شنبه|| ٠٣ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
سیاسي فعال ډيوه پتنګ د امریکا د کانګرس د غړې عایشه وهاب هغه دریځونه ستایلي چې په کې یې د افغانستان او افغانانو د حقونو د دفاع غوښتنه کړې ده.
ډيوه پتنګ ویلي، په نړیواله کچه د افغانانو د حقونو لپاره د عایشه وهاب غږ پورته کېدل د ستاینې وړ اقدام دی او کولی شي د افغانستان د خلکو غوښتنې او اندېښنې نړیوالو ته ورسوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانانو د حقونو په اړه د وهاب دریځونه د هغو افغانانو، جنګسالارانو او ځانمدعیانو پر وړاندې «کلکه څپېړه» ده چې د ده په وینا، د خپلو شخصي ګټو لپاره یې هېواد قرباني کړی دی.
ډيوه پتنګ د عایشه وهاب جرئت هم ستایلی او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه د هغې څرګند دریځونه د ګڼو افغانانو د واقعي غوښتنو انعکاس دی.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې د افغانستان په اړه د عایشه وهاب دریځونو په سیاسي او ټولنیزو کړیو کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.



