افغانستان

په بدخشان کې نوی والي او امنیه قوماندان وټاکل شول

احساس نیوز || سه شنبه|| ٠٣ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد په یو شمېر ولایتونو او دولتي ادارو کې د نویو بدلونونو او ټاکنو په لړ کې د بدخشان والي او امنیه قوماندان بدل کړي دي.

د نوي حکم له مخې، د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال مولوي رحمت‌الله نجیب د بدخشان د نوي والي په توګه ټاکل شوی او د سرپل پخوانی والي ملا احمدشاه دین‌دوست د بدخشان د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
همداراز، د بدخشان پخوانی والي مولوي محمداسماعیل غزنوي د عامه فواید وزارت د سړکونو د ساتنې او مراقبت د برخې د مرستیال په توګه ټاکل شوی، او د بدخشان پخوانی امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري د کندهار د فواید عامې ریاست مشر ټاکل شوی دی.
دا بدلونونه داسې مهال کېږي چې په بدخشان کې په وروستیو میاشتو کې امنیتي پېښې او د وسله‌والو مخالفانو فعالیتونه زیات شوي دي. په دې ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور رییس او د فیض‌اباد ښاروال هم په بېلابېلو وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي وو.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې یادې ټاکنې د مشرتابه د حکم پر بنسټ ترسره شوې دي.

ورته مطالب