افغانستانسلايډ

د بهسودو خونړۍ پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي

د ننګرهار بهسود کې د وړمې ورځې خونړۍ پېښې په تړاو هغه دوه تنه نيول شوي، چې د وژل شوې کورنۍ د قضيې څېړلو د مخنيوي هڅه يې کوله.

وړمه ورځ بهسودو کې د ښځې، مېړه او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اته غړي په خپل کور کې په داسې حال کې موندل شوي وو، چې دوه ورځې وړاندې په ډزو وژل شوي وو.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزی وايي، چې وژل شوې کورنۍ لومړی د مېلمه له لوري مسمومه شوې او بيا په ډزو وژل شوي دي.

ښاغلي کندزي نن په جلال اباد کې د رسنيو استازو ته وويل، هغه دوه کسان يې نيولي، چې د پېښې د څېړلو د مخنيوي هڅه يې کوله.

د ننګرهار مدني فعالان وايي، چې ځينو ولايتي چارواکو د وژل شوې کورنۍ مړو ته اجازه ور نه کړه، چې عدلي طب څېړنه «پوست مارټم» يې وشي او د عدلي طب له څېړنو پرته خاورو ته وسپارل شول.

د وروستيو سروې ګانو له مخې ننګرهار د ټول افغانستان په کچه تر ټولو نا امنه ولايت بلل کيږي.

د پېښو څارونکي وايي، چې ولايتي چارواکي، وکيلان او مافيايي ډلې په ګډه له خپلو بانډنو سره په اداري فساد او غلاوو ککړ دي او هېڅوک د ولايت امنيتي چارو ته توجه نه کوي.

د ننګرهار ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری وايي، چې مرکزي حکومت ننګرهار سره «د مور مېرې» سلوک کوي او په لوی لاس يې ننګرهار ته داسې چارواکي رالېږلي، چې د ولايت د چلولو وړتيا نه لري.

د ولايتي شورا وکيل ډاکټر ناصر کامه وال وايي، چې ولايتي چارواکو او مرکزي دولت د شينوارو بې دفاع ولس د داعش «ظلمونو» ته پرېښی او هېڅکله به د بهسودو د خونړۍ پېښې مجرمين محاکمه نه شي کړای.

ولايتي چارواکي پر دوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي، چې دوی د ولايت امنيت ټينګولو په موخه شپه ورځ هڅې کوي او هېڅ مافيايي کړۍ دلته فعالې نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *