
د حزب اسلامي مخکښ غړی قطبالدین هلال ومړ
حساس نیوز || ٢ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
قطبالدین هلال، د حزب اسلامي افغانستان مخکښ سیاستوال او پخوانی ولسمشریز نوماند، نن له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو.
د کورنۍ د معلوماتو له مخې، هلال له څو کلونو راهیسې د مزمنو ناروغیو له امله تر درملنې لاندې و او د ناروغۍ له سختو کړاوونو وروسته یې نن له نړۍ سترګې پټې کړې.
قطبالدین هلال په ۱۳۳۱ هـ ش کال کې د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ کې زیږېدلی و. نوموړي په نظامي او ساختماني انجینرۍ برخو کې زده کړې کړې وې او د جهادي او سیاسي فعالیتونو ترڅنګ یې د حزب اسلامي په لیکو کې مهمې دندې ترسره کړې.
هلال په ۱۹۹۳ کال کې، هغه مهال چې ګلبدین حکمتیار د مجاهدینو د حکومت لومړی وزیر وټاکل شو، د هغه د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه. نوموړي د حزب اسلامي د بهرنیو اړیکو په برخه کې هم فعاله ونډه لرله.
هغه د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم و او د لومړنیو پایلو له مخې یې ۱۸۰ زره او ۸۵۹ رایې ترلاسه کړې وې، چې د ټولو رایو شاوخوا ۲.۷۳ سلنه جوړوله.
د نوموړي د مړینې خبر د سیاسي او جهادي کړیو له لوري په خواشینۍ سره بدرګه شوی او د هغه کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې شوي دي.



