افغانستانراپورونهسلايډ

د سرحدي لارو تړل؛ د پښتنو او سوداګرو لپاره ستر زیان

احساس نیوز || ٢٨ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش

د پاک ـ افغان ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو او سرحدونو د بندېدو له امله پاکستاني سوداګرو په تېرو اتو میاشتو کې له یو میلیارد ډالرو څخه زیات زیان لیدلی، په داسې حال کې چې افغان سوداګرو ته هم ورته اقتصادي زیانونه اوښتي دي.

په همدې لړ کې، نن د افغانستان حکومت هغه پاکستانۍ لارۍ چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې بندې پاتې وې، د تورخم له لارې بېرته پاکستان ته د ستنېدو اجازه ورکړه. سوداګر وايي، د سرحدي لارو تړل تر ټولو ډېر د دواړو غاړو ولسونو، په ځانګړي ډول د پښتنو سیمو اوسېدونکو ته زیان رسوي، ځکه د سوداګرۍ او ترانزیټ درېدلو سره د زرګونو کورنیو عایدات او اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کېږي. دوی غوښتنه کوي چې سوداګریزې لارې له سیاسي اختلافاتو جلا وساتل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد رالېږد په عادي ډول دوام ومومي.