
د بلوچ یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوچ ته د عمر بند سزا ورکړل شوه
احساس نیوز || ١ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
د پاکستان د بلوچستان ایالت د ترهګرۍ ضد محکمې د بلوچ یووالي غورځنګ مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوچ ته د سرحدي ځواکونو د یوه سرتېري د وژل کېدو په تړاو د عمر بند سزا اورولې ده.
د محکمې د پرېکړې له مخې، یاد سرتېری په ګوادر کې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال د ډبرو له ګوزارونو ټپي شوی و او وروسته یې د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی و. محکمې ماهرنګ بلوچ په دې قضیه کې مجرمه وپېژندله او د عمر بند حکم یې پرې صادر کړ.
بل لور ته، د بلوچستان مخکښ سیاستوال مولانا هدایت الرحمن بلوچ د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ډاکټر ماهرنګ بلوچ او صبغت الله شاه پر ضد د محکمې حکم د انصاف له غوښتنو سره سمون نه لري. نوموړي زیاته کړې چې عدالتونه باید د انصاف، بېطرفۍ او د قانون د حاکمیت سمبول وي، خو دا ډول پرېکړې په ولسي حلقو کې پوښتنې او تحفظات راولاړوي او پر دولتي ادارو د خلکو باور زیانمنوي.
هغه خبرداری ورکړی چې که د سیاسي او ولسي غږونو د محدودولو لړۍ همداسې روانه پاتې شي، نو دا به لا ډېره بېثباتي او سیاسي کړکېچ رامنځته کړي.