افغانستانسلايډ

په کاناډا کې مېشتې ۳۴ افغان سیک او هندو کورنۍ افغانستان ته د ستنېدو لېوالتیا لري

احساس نیوز || ٣ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
د مخکنۍ ولسي جرګې غړي او د افغان سیکانو او هندوانو استازي نریندرا سینګ خالصه د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون له مشر شیخ شهاب‌الدین دلاور سره په لیدنه کې ویلي، چې په کاناډا کې مېشتې ۳۴ افغان سیک او هندو کورنۍ غواړي بېرته افغانستان ته راستانه شي.
د نوموړي په وینا، د کاناډا د افغان سیکانو ټولنه هم لېواله ده چې په افغانستان کې یو معیاري روغتون جوړ او مالي ملاتړ یې وکړي.
بل لور ته، شیخ شهاب‌الدین دلاور ډاډ ورکړی چې د افغان سیکانو او هندوانو د حقونو، جایدادونو او نورو ستونزو د حل لپاره به ځانګړې پاملرنه وشي او په دې برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون په وروستیو کلونو کې د هېواد څخه بهر مېشتو افغانانو د بېرته راستنېدو لپاره هڅې زیاتې کړې دي.

ورته مطالب