افغانستان

ځوانانو د انټرنېټي بیو د راکمولو لپاره کمپاین پیل کړ

احساس نیوز || ٣ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
په هېواد کې یو شمېر ځوانانو د انټرنېټي کڅوړو د لوړو بیو پر وړاندې کمپاین پیل کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د انټرنېټ بیې راکمې او کیفیت یې ښه کړي.
د کمپاین ګډونوال ادعا کوي چې په افغانستان کې د انټرنېټ بیې د پاکستان په پرتله تر ۸۰ سلنې پورې لوړې دي، خو د خدمتونو کیفیت بیا د قناعت وړ نه دی.
ورته مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر هېوادوال هم د انټرنېټي کڅوړو له لوړو بیو او ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي. د دوی په وینا، د خلکو اقتصادي وضعیت د دې سبب شوی چې د اوسنيو بیو له امله د انټرنېټ کارول ورته ستونزمن شي، په داسې حال کې چې د انټرنېټ سرعت او کیفیت هم له پرله‌پسې ستونزو سره مخ دی.
هېوادوال له اړوندو ادارو او مخابراتي شرکتونو غواړي چې د انټرنېټي کڅوړو بیې وڅاري، د خدماتو کیفیت لوړ کړي او خلکو ته ارزانه او معیاري انټرنېټي اسانتیاوې برابرې کړي.