
حافظ حمدالله: د ورکو کسانو د برخلیک پوښتنه غداري نه ده
حساس نیوز || ٢ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
د جمعیت علمای اسلام (ف) مخکښ غړي حافظ حمدالله د بلوچ فعالې ماهرنګ بلوچ د قضیې په تړاو ویلي چې له هغې سره سیاسي او نظریاتي اختلاف لرلای شي، خو د خپلو ورکو شویو خپلوانو د برخلیک په اړه د یوې ښځې پوښتنې باید د غدارۍ په نوم ونه ځپل شي.
هغه په یوه بیان کې ویلي، که یوه مېرمن د خپل مېړه، پلار، ورور یا نورو خپلوانو په اړه د عدالت غوښتنه کوي او له دولت څخه د هغوی د برخلیک د روښانه کولو غوښتنه لري، نو دا باید د جرم او بغاوت په توګه تعبیر نه شي.
حافظ حمدالله زیاته کړې، که ورکو شوي کسان ژوندي وي نو کورنیو ته دې وسپارل شي، او که نه وي، لږ تر لږه دې د هغوی د مړینې او قبرونو په اړه معلومات ورکړل شي، څو کورنۍ یې د کلونو بېبرخلیکه انتظار پای ته ورسوي.
نوموړي د عدالت او بشري حقونو پر ارزښت ټینګار کړی او پوښتنه یې کړې چې که د انصاف غوښتنه هم جرم وګڼل شي، نو خلک به د عدالت لپاره کومې دروازې ته مراجعه وکړي.