خبرونهسلايډ

متحده امارات خوست پوهنتون له پاره روغتون جوړوي

کابل کې د متحده عربي اماراتو سفارت ژمنه کړې چې په خوست کې د شیخ زاید په پوهنتون کې یو لوی کدري روغتون جوړوي چې د خوست ولایت او شاوخوا نورو ولایتونو د ناروغانو له پاره د درملنې نږدې مرکز وي. دغه روغتون به په نوو ټکنالوژیو او نورو اړینو وسایلو سمبال وي.

دغه څرگندونې د متحده عربي اماراتو سفیر د یکشنبې په ورځ د خوست له والي حکم خان حبیبي سره په کتنه کې کړي دي. سفیر دغه راز ژمنه وکړه چې د شیخ زاید پوهنتون په پراختیايي چارو باندې به تر ۳۰ ملیونه ډالرو پانگونه وکړي چې په افغانستان کې د پرمختللو پوهنتونونو په کتار کې شامل شي.

سفیر دغه راز زیاته کړه چې له دې پانگونې څخه به ۱۵ ملیونه یوازې د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي له پاره د کدري روغتون په جوړولو ولگوي. د اماراتو سفیر ډاډ ورکړ چې له دغه پوهنتون سره به متحده عربي امارات خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شیخ زاید پوهنتون د متحده عربي اماراتو په مالي مرستې جوړ شوی چې گڼ پوهنځي لري او اوسمهال شاوخوا ۶۰۰۰ محصلین لري.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *