
احساس نیوز || ٨ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
پاکستاني پوځي رژیم یو ځل بیا د افغان ملکي وګړو په وینو لاسونه سره کړل؛ لسګونه ښځې او ماشومان شهیدان او سلګونه نور ټپیان
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان پر خاورې هوايي بریدونه ترسره کړل چې له امله یې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو ګڼ شمېر بېګناه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، د بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
راپورونه ښيي چې د شپې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د منداخېلو درې پر ملکي سیمو دوه پرلهپسې بمبارۍ وکړې. د سیمې اوسېدونکي وایي، دویم برید هغه مهال ترسره شو چې خلک د لومړۍ بمبارۍ د شهیدانو او ټپیانو د ژغورنې لپاره ورغلي وو، چې له امله یې د مرګژوبلې کچه لا پسې لوړه شوه.
همدارنګه د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ او د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ پر ملکي کورونو هم هوايي بریدونه شوي دي. د کونړ ځایي چارواکي وایي، د منورې ولسوالۍ د برولو په سیمه کې یو ملکي کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او شاوخوا ۳۰ سره څاروي هم له منځه تللي، که څه هم په دغه ځانګړي برید کې د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
د سیمهییزو سرچینو او خبریالانو د معلوماتو له مخې، په پکتیا کې شاوخوا ۳۰ ښځې او ماشومان شهیدان شوي او له سلو زیات ملکي وګړي ټپیان دي. په ورته وخت کې ځینو نورو لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې د درېیو ولایتونو په بریدونو کې د شهیدانو شمېر له ۵۰ تنو هم اوښتی او لسګونه نور ټپیان دي. د دغو شمېرو بشپړ او خپلواک تایید لا نه دی شوی.
ځینو ناتایید شویو راپورونو دا هم ویلي چې د هوايي بریدونو ترڅنګ، پاکستاني ځواکونو ډیورند کرښې ته څېرمه په ځینو سیمو کې ځمکني عملیات هم ترسره کړي، خو تر اوسه د دې ادعا رسمي تایید نه دی شوی.
له بریدونو وروسته خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې د قربانیانو په منځ کې زیاتره ښځې او کوچنیان دي، چې یو ځل بیا د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان پوځ د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د منورې ولسوالیو پر ملکي خلکو بمبار کړی، چې له امله یې لسګونه ښځې، ماشومان او نور ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
نوموړي دغه بریدونه «جنايت، وحشت او څرګند تجاوز» بللي او ټینګار یې کړی چې دا ځل بریدونه د پاکستان د پوځ د یوې ځانګړې کړۍ نه، بلکې د ټول پاکستاني پوځ له لوري ترسره شوي دي.
پاکستاني پوځي رژیم په تېرو کلونو کې هم څو ځله د افغانستان پر سرحدي سیمو هوايي او توپچي بریدونه کړي چې په ډېری مواردو کې یې بېګناه ملکي افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، شهیدان شوي دي. د دغو پرلهپسې بریدونو له امله تل د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوالو بشري اصولو د رعایت په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.



