سيمه او نړۍ

ايران: هليکوپتر لوېدو پېښه کې نهه تنه وژل شوي

ايراني رسنيو خبر ورکړی، چې د سره صليب اړوند د يوه هليکوپتر لوېدو پېښه کې نهه تنه وژل شوي دي.

پېښه تېره شپه شاوخوا اته نيمې بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې هليکوپتر د يوه ناروغ د لېږد په پار له خنج سيمې د شيراز پر لور روانه وه، چې راوغورځېده.

د ايران د مرستې او ژغورنې ادراې وياند مصطفی مرتضوي رسنيو ته ويلي، د هليکوپتر لوېدو له امله ټول نهه تنه سپاره وژل شوي، چې د هليکوپتر عمله، ناروغ او له ناروغ سره مله کسان په کې دي.

نوموړي زياته کړې ده، تر دې دمه د اتو تنو وژل شويو جسدونه پېژندل شوي دي خو يو تن لا هم ورک دی، چې مرستندويه ډلې يې په لټون بوختې دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *