سيمه او نړۍ

سوریه د ترهګرۍ د ملاتړو له نوملړه ووتله، الشرع په کارت د چای بیه ورکړه

احساس نیوز || پنج شنبه|| ٥ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د دغه هېواد د «ترهګرۍ د دولتي ملاتړو» له نوملړه د ایستل کېدو او نړیوال مالي نظام ته د بېرته ستنېدو اعلان په دمشق کې د چای د بیې په ورکولو سره وکړ.
په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې الشرع د سوریې د مرکزي بانک له والي صفوت رسلان سره ناست دی او د ویزا کارت له لارې د چای بیه ورکوي.
د سوریې د مرکزي بانک والي ویلي، چې له نوملړه د سوریې له ایستل کېدو وروسته د ولسمشر الشرع سره د ویزا کارت له لارې د لومړۍ معاملې ترسره کول ورته ځانګړی احساس و.
د امریکا حکومت د دوشنبې په ورځ سوریه، له شاوخوا ۴۷ کلونو وروسته، د ترهګرۍ د دولتي ملاتړو له نوملړه وایسته. د امریکا د خزانې وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه به په سوریه کې د پانګونې د زیاتېدو او د دغه هېواد د سیاسي او اقتصادي ثبات له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
احمد الشرع د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې سوریې له خپل تېر یوه دردناک پړاو څخه د وتلو او د پرمختګ، بیارغونې او بیا رغونې پر لور د حرکت لپاره نوی فرصت ترلاسه کړی دی.

ورته مطالب