
احساس نیوز || چهار شنبه|| ٤ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
څېړنه👇
یوه نوې څېړنه ښيي چې د ماشومتوب په لومړیو کلونو کې د سمارټ فونونو ډېر استعمال کولی شي د ماشومانو پر زدهکړه، حافظه او د مشاهدې پر وړتیاوو اوږدمهاله منفي اغېز وکړي.
د سنګاپور ملي پوهنتون د څېړونکو په دې څېړنه کې د ۵۰۲ ماشومانو معلومات ارزول شوي دي. څېړونکو د بېلابېلو عمرونو ماشومانو د سکرینټایم اغېزې څېړلې او وروسته یې په ۹ کلنۍ کې د هغوی زدهکړیز فعالیت او په شاوخوا ۱۰ نیم کلنۍ کې یې حافظه ارزولې ده.
څېړنې موندلې چې له ۱ تر ۶ کلنۍ پورې ماشومانو ته د سمارټ فونونو ډېر ورکول د زدهکړې او حافظې د کمزورتیا له زیات خطر سره تړاو لري. څېړونکي وايي، د شاوخوا ۶ کلنۍ په عمر کې د سکرینونو ډېر استعمال د ماشومانو پر دقت او مشاهدې وړتیا هم ناوړه اغېز کولی شي.
د څېړونکو په وینا، د سمارټ فون پر وړاندې ډېر وخت تېرول ماشومان له لوبو، کتاب لوستلو، له کورنۍ سره خبرو او له خپل چاپېریال سره له تعامل څخه لرې کوي؛ هغه فعالیتونه چې د ماشومانو په ذهني او تعلیمي وده کې مهم رول لري.
څېړونکي ټینګار کوي چې د ښوونځي د عمر ماشومانو لپاره باید د سمارټ فون او نورو سکرینونو استعمال تر ډېره محدود شي.
د دې څېړنې پایلې د «ورلډ ژورنال اف پیډیاټریکس» په علمي مجله کې خپرې شوې دي.



