نظر او تحلیل

د ټولنیز فساد اصلي مسؤلیت د چا پر غاړه دی؟

عبدالحمید جلیلی
په ټولنیز ژوند کې یوازې د نورو د ملامتولو پر ځای، باید د خپل مسؤلیت په اړه هم له ځانه پوښتنه وکړو.
تېره ورځ مې د یوه کنځل‌مار ټیک‌ټاکر ویډیو ولیده. دا لومړی ځل نه دی چې حکومت ورته تادیبي نصیحت کوي، سزا ورکوي او یا یې عامه فعالیت محدودوي؛ خو دلته یوه بله، تر دې هم مهمه پوښتنه مطرح کېږي:
د دغو کنځل‌مارو میلیونونه فالوران څوک دي؟
هغه لسګونه زره کسان چې د دوی لایفونو ته ناست وي، څوک دي؟
لایکونه، کمنټونه او ګېفټونه څوک ورکوي؟
ویډیوګانې یې څوک شریکوي او وایرالوي؟
دوی له چا څخه پیسې ګټي؟
او تر ټولو مهمه دا چې څوک دوی ته دا احساس ورکوي چې هره سپکاوي، هره کنځله او هره بې‌ادبي یې د شهرت او بریا وسیله ده؟
حقیقت دا دی چې دوی له اسمانه راکوز شوي مخلوقات نه دي. د همدې ټولنې له منځه راوتلي، د همدې ټولنې په ارزښتونو کې لوی شوي او د همدې ټولنې له توجه، ستاینې او ملاتړ څخه ځواک اخلي.
جناب حاجي صاحب! د دوی فالور کې ته هم شامل یې.
جناب مشر او کشر! ته هم پکې یې.
پلار، ورور او د کورنۍ غړی! تاسو هم د دې ټولنیزې فضا یوه برخه یې.
موږ باید دا حقیقت ومنو چې ټولنیزې رسنۍ یوازې د افرادو شخصیت نه منعکسوي؛ د ټولنې شعور، ذوق، ارزښتونه او اخلاقي حالت هم پکې ځان ښکاره کوي.
کله چې بې‌ادبي بازار ولري، بې‌حیایي لیدونکي ولري، کنځل شهرت راوړي او سپکاوی عاید جوړ کړي، نو ستونزه یوازې په هغه کس کې نه ده چې کنځلې کوي؛ ستونزه په هغه چاپېریال کې هم ده چې هغه ته د کنځلو لپاره بازار، مخاطب او انعام برابروي.
که ته پخپله هغه محتوا تعقیبوې، ساعتونه ورته ناست یې، لایک او کمنټ ورکوې، ویډیو یې شریکوې او د هغه د شهرت په پراخولو کې برخه اخلې؛ نو مه هېروه چې ستا اولاد هم دا صحنه ویني، ستا ذوق زده کوي او ستا انتخابونه د هغه د شخصیت په جوړېدو کې خاموشه روزنه ده.
بیا که یوه ورځ د خپل اولاد له بې‌لارۍ شکایت کوې، باید لومړی له ځانه وپوښتې:
ما د هغه د فکر لپاره کومه نړۍ جوړه کړې ده؟
ما هغه ته څه ښودلي؟
ما د څه شي ستاینه کړې او د څه شي لپاره مې لاسونه پړکولي دي؟
حکومت کولای شي یو کس مجازات کړي، حساب ترې وغواړي او د هغه عامه فعالیت محدود کړي؛ خو حکومت ستا د کور دروازه نه شي ساتلای. ستا د اولاد د موبایل پرده نه شي څارلای. ستا د کورنۍ ارزښتونه نه شي روزلای او ستا پر ځای ستا د اولاد فکر نه شي جوړولای.
د دې مسؤلیت تر ټولو ستره برخه ستا پر غاړه ده.
قانون د ټولنیز نظم د ساتنې لپاره اړین دی، خو قانون د اخلاقو بدیل نه دی. پولیس د جرم مخه نیولای شي، خو د انسان وجدان نه شي جوړولای. محکمه سزا ورکولای شي، خو کورنۍ هغه شخصیت جوړوي چې انسان یې د سزا له وېرې پرته هم د بد کار له کولو منع کوي.
له همدې امله، که غواړو ټولنه مو له کنځلو، سپکاوي، بې‌ادبۍ، ابتذال او اخلاقي زوال څخه وژغورل شي، نو د اصلاح ټول مسؤلیت یوازې پر حکومت مه اچوئ.
اصلاح باید له ځانه پیل شي، له کورنۍ تېر شي او تر ټولنې ورسېږي.
هر لایک یو انتخاب دی، هر کمنټ یو پیغام دی، هر فالو یو ملاتړ دی او هر شریکول د یوه فرهنګ په جوړولو کې یوه وړه ونډه ده.
موږ ډېر وخت پوښتنه کوو چې:
حکومت ولې دا خلک نه نیسي؟
ليکن تر دې مخکې باید له ځانه وپوښتو:
موږ ولې دا خلک ستوري کړي دي؟
د ټولنې اصلاح د قانون له دروازې وړاندې، د کور له دروازې پیلېږي؛ او د هر کور د دروازې کیلي د هماغه کور له مشر سره ده.