
احساس نیوز || سه شنبه|| ٠٣ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د اشرف غني د حکومت پر مهال د مخابراتو وزارت پخوانی وزیر سید احمدشاه سادات وایي، له اوسني نظام څخه د ملاتړ اصلي دلیل یې دا دی چې د نظام له ړنګېدو سره د ده په باور افغانستان یو ځل بیا د کورنۍ جګړې او د قدرت د وېش له بحران سره مخ کېدای شي.
سادات خبرداری ورکړی چې که اوسنی نظام ړنګ شي، د ده په خبره، د شمال ټلوالې، سیاف، حکمتیار، محقق، دوستم او خلیلي په څېر د پخوانیو سیاسي څېرو ترمنځ د واک پر سر سیالي کولی شي هېواد د سختو ناورینونو پر لور بوځي.
نوموړي ویلي، طالبان دومره کمزوري هم نه دي چې څوک یې په اسانۍ له واکه شاته یا مخکې کړي، او د ده په باور، که کورنۍ جګړه رامنځته شي، نه به انتخابات پاتې شي او نه به د جمهوریت هغه بڼه چې پخوانیو سیاستوالو یې ادعا کوله؛ بلکې د زورواکو او د قدرت د بېلابېلو مرکزونو دوره به بیا پیل شي.
سادات افغانستان اسلامي هېواد بللی او وایي چې د هېواد اکثریت خلک د شریعت د قانون غوښتونکي دي. نوموړي ټینګار کړی چې د شریعت د پلي کېدو ترڅنګ باید د نجونو د زدهکړو او کار، د ځوانانو د کارموندنې او د اقتصادي ستونزو د حل په برخو کې جدي کار وشي.
هغه وایي، له اوسني نظام سره سالمې نیوکې او رغنده مشورې باید موجودې وي، څو حکومت د خلکو ستونزو ته لا ډېر پام وکړي او افغانستان د ځانبسیاینې او پیاوړي اقتصاد پر لور ولاړ شي.
سادات همداراز د نړیوال بانک راپور ته په اشارې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغانستان په اقتصادي برخه کې ځینې مثبت بدلونونه رامنځته شوي، خو لا هم د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.
نوموړي د هغو ډلو او څېرو پر وړاندې هم سخت دریځ څرګند کړی چې د ده په باور د افغانستان د بېثباته کولو او د کورنۍ جګړې د رامنځته کولو هڅې کوي او ادعا یې کړې چې دغه کړۍ د بهرنیو استخباراتي شبکو اجنډاوې پر مخ وړي.
سادات په پای کې ویلي، افغانستان باید بیا د جګړو او سیاسي قدرتطلبۍ ډګر ونه ګرځي او د ده په وینا، د کورنۍ جګړې د بیا رامنځته کېدو هڅې باید د تل لپاره ناکامې شي.



