شعر

هندوه ||استاد فضل ولي ناګار

حسن یې مسلمان دی، خو په خپله ده هندوه
لرې د روم ښار کې داسې بله ده هندوه

د مړو هیلو تناب یې کړ یوې جټکې رنګین
ادا یې جلالي، نرمه له ګله ده هندوه

په ګوتو د فطرت شوه سوز و ساز د غزل شور
دا ځکه سپینه سره له تغزله ده هندوه

د سرې سرې عاطفې په ترنم لولي اقصی
نارې یې شومه دم راځي بلبله ده هندوه

شیخان د جزیرې په یهودي میخانو غرق
په جوش خمار ترې زیاته یو په سله ده هندوه

را والوځه له شامه بیا د قطر ښاپېرۍ
پرېشانه د ښکلا له تغافله ده هندوه

تېز غږ د فلسطین یې لوی احسان په امت بار
پوښلې په اغزو خوږه سنځله ده هندوه

د سرې کلا په شان د کلیسا دېوال نړیږي
خبره د تکبیر له تزلزله ده هندوه

کثرت د ناز ښکلا دې یې خدای وحدت کړي د توحید
ناګاره نوره ټوله له کابله ده هندوه