
زما د شاعرۍ خاصه کيسه او د ژوند عامه توصیه
په ۲۰۰۴ او پنځم کال کې چې لس یوولس کلن وم، خدای لږ و ډېر د مطالعې ذوق را باندې لورولی و. د ناولونو د مطالعې تر څنګ مې د رحمان بابا ديوان هم پټ په ډېر خوند لوست.
د ترانو له زیاتو اورېدو او د پخوانیو مشرانو شاعرانو د شعرونو لوستلو شعر ته په کم عمرۍ کې وهڅولم، پټ پټ مې د شعرو لیکلو هڅې هم پیل کړې وې. څه شاعري مې هم وکړه، خو څو کاله بېرته رانه پاتې شوه. په ۲۰١۳م کال یوه ورځ د مشهورو ترانو کیسې روانې وې، د ځوانانو د خبرو په منځ کې د کورنۍ یوې سپینسرې وویل چې که انس وغواړي شعر ولیکي لیکلای یې شي.
زه د دوی په بحث کې ور شریک نه وم، خو دې خبرې عجیبه اغېز را باندې وکړ چې «انس کولای شي شعر ولیکي!» ما هیڅ و نه ویل، خو په زړه کې مې یو نوی انقلاب محسوس کړ، په ځان مې باور پیدا شو چې زه که وغواړم د خدای په فضل ډېر څه کولای شم، په همدې ورځ مې بېرته له څو کلونو پس په نوې روحیه د شعر لیکلو هڅه وکړه، یو غزل مې ولیکه.
له همغې ورځې دا لړۍ را پیل شوه، تر ننه روانه ده. په دې کې بنیادي خبره د هغې سپینسرې وه چې زه یې په ځان باوري کړم.
دا خبره مې د یوې موضوع په موخه تاسې ته هم یاده کړه،
موږ انسانان داسې مخلوق یو چې الله تعالی له ډېرو پټو کمالاتو برخمن کړي يو، خو زیاتره هغو پټو ظرفیتونو ته متوجه نه یو او یا په نورو غیر ضروري چارو کې بوخت یو.
خو که یو څوک دا باور راکړي چې ته ډېر څه کولای شې بیا په موږ ډېرو کسانو کې داسې څوک پیدا كېږي چې په خپله زمانه کې ځانګړي کارونه سر ته ورسوي، د کاروان صاحب په قول:
غر به په اوږو واخلې که ګام واخلې روان شې
ناست که یې نو سر په زنګانه به شي در پاتې
کله چې یو څوک ووینئ چې هغه د استعداد خاوند دی، خو استعداد یې په غفلت کې ضایع کېږي، کوښښ وکړئ هغه په مثبته روحیه وهڅوئ چې د هغه عقل خپل کمال ته متوجه شي او یو څه وکړي.
په دې فکر په کار دی چې موږ و تاسې نیمایي عمر په خوب کې تېرېږي، یعنې که یو انسان اویا کاله عمر ولري پنځه دېرش کاله یوازې د انسان په خوب او داسې کارونو کې تېرېږي چې د انسان فطري اړتیا وي دا پاتې پنځه دېرش کاله که یوازې د ژوند په ورځنیو چارو کې تېر شي او له دې پرته انسان په خپل ژوند کې یو هم ځانګړی او داسې کار و نه کړای شي چې نورو انسانانو او تاریخ ته یو څه ګټور پاتې شي؛ نو یقیناً زموږ د انسانیت تقدس او د خدای تعالی له خوا له را ډالۍ شویو پټو او ښکاره نعمتونو سره لویه جفا ده.
همدا اوس د دې لیک لوستونکي که د خپلو ځانونو په اړه فکر وکړي چې دوی څومره ظرفیت، وس او توان لري؟ څه او څه کولای شي؟ زه باوري یم چې له الله تعالی مرسته وغواړي او په ژوند کې ځان ته مهم اهداف وټاکي دېر داسې څه به وکړي چې د تنبلي په وخت کې یې تصور کولای هم نه شول.
زیاتره لوستي ځوانان د دې وړ دي چې په خپل عمر کې ډېر ګټور کتابي اثار په میراث پرېږدي.
یو څوک به په ژوند کې جالبې خاطرې لري، یو چا ته به په یو فن کې مهارت حاصل وي، کولای شي د هغه په اړه څه ولیکي.
یو څوک به په خپل کلي او ماحول کې داسې څوک لري چې د هغه کیسې د تاریخ مهمه برخه جوړولای شي، لوستي ځوانان باید د هغه خاطرات خوندي کړي او تر نورو یې ورسوي.
همداسې د ژوند په نورو برخو کې به یو څوک نوښتګر او یا د هغه برخې مسلکي برخوال جوړېدلای شي، په کار ده چې د ژوند شیبې په غفلت او بې معنا چارو کې ضایع نه کړي.
راځئ عزم وکړئ او له همدې شېبې ځان ته هدفونه وټاکئ، له نن ورځې یې تعقیب کړئ چې تر راتلونکي کاله باید هغو اهدافو ته ور لنډ شئ. ستاسې دا کال به له نورو کلونو سره ځکه فرق ولري چې نور خو هسې په ورځني ژوند کې تېر شوي وو، خو دا کال مو ډېره لویه لاستهراوړنه لري.
تجربه یې کړئ، عزم وکړئ چې سږ کال د کال تر پایه به حتماً لس مختلف کتابونه لولم؛ نو تاسې به په دې کال کې هغه قیمتي شېبې چې زياتره يې په سوشل میډیا کې هسې چټي در نه ضایع کېږي، په یو لوی علمي کار کې مصرف کړې وي.



