
احساس نیوز || ٢٧ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت له لوري د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت ځانګړې غونډه جوړه شوه، چې د پاکستان یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو، علماوو، پوهانو او دیپلوماتانو پکې ګډون وکړ.
په غونډه کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب وویل، افغانستان له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او د دواړو هېوادونو ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان د مقابلې سیاست نه تعقیبوي او اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د بل هېواد د امنیت پر ضد وکارول شي.
په دې مراسمو کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د تحریک انصاف او نورو سیاسي جریانونو استازو او د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ګډون کړی و. د غونډې ګډونوالو د افغانستان له حکومت سره د همکارۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا ملاتړ څرګند کړ.



