د پرون کیسهسلايډ

د افغانستان اټومي ساینس پوه ډاکټر محمد یونس اکبري

أسامه جوهري

ډاکټر محمد یونس اکبري د پنجشير وو، هغه د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي مشهور استاد او د کابل پوهنتون د علمي شورا لخوا د “د افغانستان د اټومي انرژۍ د پراختیا کمیټې” مشر ټاکل شوی و. ده د هیواد په تاریخ کې لومړی ځل د کابل پوهنتون دننه د کوانټم میخانیک – Quantum Mechanics څانګې بنسټ کېښود.

ده خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په کابل کې بشپړه کړې او بیا یې د کابل پوهنتون څخه په فزیک کې لیسانس وکړ. د لوړو زدکړو د ترلاسه کولو لپاره شوروي اتحاد ته لاړ، هلته یې د مسکو له معتبر پوهنتون د مسکو سټیټ یونیورسټۍ څخه په نیوکلیر فزیک کې د دکتورا سند ترلاسه کړ. په مسکو د زدکړو پر مهال د هغه د قابليت له امله د پوهنتون ادارې ده ته وړاندیز وکړ چې همدلته پاتې شي او تدریس او ساینسي څیړنو ته دوام ورکړي، خو هغه شخصي ګټو باندې د خپل هیواد خدمت ته ترجیح ورکړه او کابل ته راوګرځېد.

یو ماښام ناڅاپه د خاد مامورینو په ده باندې چاپه وهله او له خپله کوره يې ويوړ، د نیولو وروسته د کابل د پل چرخي زندان تیاره بندخونه کې واچول شو، هلته وحشیانه فزیکي او ذهني شکنجه ورکول کيده.
په 1985 کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ تر نفوذ لاندې د یوې محکمې په حکم دې ستر ساینس پوه د مرګ سزا واورول شوه او بيا په ډله يېزه وژنه کې په ډزو ووژل شو.
ویل کېږي چې د ده د شکنجې یوه ویډیو هم شته، چې د دولتي ټلویزیون څخه ښودل شوې وه او په کې ده د سختې شکنجې له امله سمې خبرې هم نه شوای کولې .

د افغانستان دا لومړی مشهور نیوکلیر ساینس پوه نن هم د پل چرخي په کومه څنډه کې په کوم نامعلومه بې نومه ډله ییز قبر کې پروت دی .

ورته مطالب