
احساس نیوز || ٨ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د هوايي ځواکونو له لوري د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو ترسره شوي بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی او په سختو ټکو یې غندلي دي.
کرزي د دغو بریدونو له امله د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس دعا، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله او له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه همداراز ویلي، د پاکستان په ګټه دا ده چې له افغانستان سره د دښمنۍ او د افراطیت په اړه له دوهګوني سیاست څخه لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې پیاوړې کړي.
په ورته مهال، د ملي مصالحې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمنتیا، رغنده خبرې اترې او د اختلافاتو سولهییز او ډیپلوماتیک حل دی.



