افغانستان

د حکمتیار زوی پر حزب اسلامي توندې نیوکې وکړې

احساس نیوز || ٢ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
جمال‌الدین حکمتیار، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی، په یوه تازه فېسبوکي څرګندونه کې پر خپل ګوند او رهبرۍ سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د حزب اسلامي اوسنی سیاسي مسیر د ناکامۍ پر لور روان دی.
هغه ادعا کړې چې بهرنیو لورو له ډېر پخوا د حزب اسلامي د رهبرۍ، مدیریت، سیاستونو او فکري تګلارو کمزورۍ درک کړې وې او همدې مسئلې د ګوند د واک ته رسېدو امکانات له منځه وړي وو. د نوموړي په وینا، د حزب ډېری غړي د ګوند له داخلي ستونزو او واقعیتونو څخه په بشپړ ډول خبر نه وو او د تبلیغاتي ماشین تر اغېز لاندې ساتل کېدل.
جمال‌الدین حکمتیار ویلي چې د حزب اسلامي مشرتابه د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو تېروتنو پړه تل پر نورو ګوندونو او بهرنیو هېوادونو اچولې او هېڅکله یې پر خپلو ناکامیو ښکاره اعتراف نه دی کړی. هغه زیاتوي چې د ګوند په کړنو او سیاستونو کې پرله‌پسې تضادونو د حزب اعتبار ته زیان رسولی دی.
نوموړي خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د جګړې فضا له منځه ولاړه شي او یوازې سوله‌ییز او ولسواک سیاسي چاپېریال رامنځته شي، حزب اسلامي به له سختو سیاسي ستونزو سره مخ شي. هغه د پاکستان د جماعت اسلامي پاکستان مثال ورکړی او ویلي یې دي چې حزب اسلامي هم ښايي د یوه کمزوري سیاسي فکتور په توګه پاتې شي.
د حکمتیار زوی په پای کې ټینګار کړی چې حزب اسلامي د اصلاح وړتیا له لاسه ورکړې او که د ګوند دننه بنسټیز بدلونونه رانه شي، ښايي په راتلونکې کې د کوچنیو ډلو په بڼه پاتې شي او د یوه پراخ او اغېزناک سیاسي ګوند په توګه بیا راڅرګند نه شي.