پاموړ

د سرو زرو “فېسبوکي نندارتون”؛ غلو آن د ریډبول قوطي هم ورسره یوړه!

هند کې یوې مېرمنې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپلو سرو زرو او قیمتي ګاڼو د نندارې داسې کمپاین پیل کړی و چې ګواکې د غلو لپاره یې وړیا روزنیز کورس چلاوه.

راپورونه وایي، نوموړې به هره ورځ خپلې ګاڼې، د کور بېلابېلې خونې او د ژوند لوکس شیبې خپرولې، خو دا یې نه وه اټکل کړې چې غله به یې هم وفادار تعقیبوونکي وي. غلو د هغې پوسټونه په ډېر دقت وڅارل، د کور د امنیتي کامرو ځایونه یې وپېژندل او د کور نقشه یې تر هغه حده زده کړه چې ښایي د کور خاوندان به یې هم نه وه یاده کړې.

وروسته له بشپړ چمتووالي، غله کور ته ننوتل او سره زر، زیورات، نغدې پیسې او نور قیمتي توکي یې یوړل. خو حیرانوونکې برخه دا وه چې هغوی د کور په یخچال کې موجود د “ریډ بول” څښاک قوطي هم له ځانه سره یوړه، ښایي د تېښتې پر مهال د انرژۍ د کمښت اندېښنه ورسره وه.

دغه پېښه د هند د مادیا پردېش ایالت کې رامنځته شوې ده. مېرمن وروسته د سختې غوسې په حالت کې رسنیو ته راڅرګنده شوه او ویې ویل چې ټوله شتمني یې له لاسه ورکړې ده، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو په ټوکو کې لیکلي: “غلو یوازې غلا نه ده کړې، بلکې د هغې د پوسټونو ټول درسونه یې هم په بریالیتوب سره عملي کړي دي.”